په پښتو ادب کې لنډه کیسه د لومړي ځل لپاره په کوزه پښتونخوا کې مشهور لیکوال سید راحت زاخیلي په ۱۹۱۸ زېږدیز کال کې د (شلېدلې پڼې) تر نامه لاندې ولیکله. له هغه وروسته د لنډې کيسې لیکلو ته ډېرو نورو کسانو هم مټې را ونغاړلې او خوږې کيسې يې وليکلې. شفاهي ادبیات چې د پښتو ادبیاتو یوه لویه برخه جوړوي له ډېرې پخوا زمانې څخه سینه په سینه له یوه نسل څخه بل نسل ته رالېږدېدلي دي . د دې ادبیاتو ډېری برخه اوسنیو لیکوالانو د دې لپاره چې بېخي له منځه ولاړ نه شي لیکلې بڼې ته اړولې ده. نن سبا د رومانونو، ناولونو او لنډو کیسو په سلګونو ټوکه کتابونه چاپ شوي دي. ننداره کتاب د حمیدالله حمیدي اثر دی، دوه برخې لري چې لومړۍ برخه یې لنډې کیسې او دویمه برخه یې ژباړل شوي حکایتونه دي. کتاب له چاپ سره سم د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. د کتاب په لومړۍ برخه کې د بریاوو، سختیو، په ورځني ژوند کې د ستونزو، حل لارو، د مور او پلار مینه او ورته درناوي او افغاني دودونو په اړه خورا له پنده ډکې لنډې کیسې، چې ډېری یې د واقعي پېښو پر بنسټ ولاړې دي، لیکل شوې دي. په دې کیسو کې لیکوال په افغاني ټولنه کې هغو واقعیتونو او دردونو ته سر ورښکاره کړی دی، چې لا هم د دې ټولنې وګړي ور سره لاس او ګرېوان دي. د بېلګې په توګه؛ بېوزلي، غریبي او په دې ټولنه کې د جنګ جګړو هغه اورونه چې خس او خاشاک یې یوازې افغانان دي. د کتاب په دویمه برخه کې بیا هغه حکایتونه را ژباړل شوي دي چې ډېری یې نړیوال شهکارونه دي، زموږ له ټولنې سره سر خوري او لوستل یې د لوستونکي په ژوند کې بدلون راوستی شي. د کتاب ژبه خورا خوږه او له مینې ډکه ده چې لوستونکی د یوې کیسې له لوستلو وروسته د بلې کیسې لوستلو ته لېواله کېږي او تلوسه یې زیاتېږي. کېدای شي په کتاب کې ډېری راغلي مطالب له کیسه ییز فورم پرته هم چاپ شوي وي او د لوستونکو له سترګو تېر شوي وي، خو د کیسې یوه ځانګړنه دا هم وي چې لوستونکی یې له لوستلو نه ستړی کېږي، له ځان سره یې د پېښې ځای ته بیایي او بل دا چې د مضمون مفهوم یې بیا هېڅکله هم له یاده نه وځي. ننداره د لنډو کیسو ټولګه چې د ليکوال په شخصي لګښت چاپ شوې، په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي له لوري بازار ته وړاندې شوی، خو پر اکسوس سربېره یې مینه وال کولای شي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له نورو کتابپلورنځيو څخه هم ترلاسه کړي.