دا خبر شیبه په شیبه د تغییر وړ دی:
تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍپه یو جومات کې د جمعې پر لمونځ کوونکو دوه غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲ کسان وژلي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د هسکې مېنې د خصوصي روغتون د روغتیايي چارو رييس ډاکتر زرغون شینواری وايي، ۶۲ وژل شوي او ۶۰ ټپیان دي.
دی وايي چې په ټپیانو او وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
بلخوا ځینو ځايي اوسېدونکي او قومي مشر سیدنعیم پاچا تاند وایي، بمونه په جومات کې ایښودل شوي اږ پیښه کې جومات بشپړ له منځه تللی دی.
نوموړی وايي، ټپيان درګرده د ننګرهار حوزوي روغتون ته رارسول کېږي چې د ځینو وضعیت خراب دی.
هسکه مېنه تازه له داعش څخه پاکه شوې سیمه ده، طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي خو داعش لا څه نه دي ویلي.