لا خو د نارنج د ګلونو وږم د ننګرهار فضا معطره کړې نه وه، لا خو د سپرلي راتلو ته د ګوتو په شمېر پاتي وې.
د سولې او مينې ښار يادېده، د مينې او ادب ځانګو ښکلاوې مو ستايلې دي، لا مو موسی شفيق د کارنامو او وياړونو څلي ته مو د درنښت مراتب وړاندې کړي نه و.
لا مو د خادم صاحب قبر ته د ګلونو ګېډۍ جوړې کړې نه وې،لا مو د ارواښاد رښتين پر مزار ددعا لپاره لاسونه لپه کړي نه و، لا مو خدای بښلي الفت په مزار دمه جوړه کړې نه وه.
هو ملګرو به ويل چې د نوی کال خوښي به ننګرهار کې لمانځو، هلته به د نارنج له وږمو الهام واخلو، شډل توري به وتراشو او د مينې غزل به ترې ساز کړو.
ننګرهار مو د زدکړې ټاټوبی دی، د ګلونو په ويشتو مې پېرزو نه دی، هلته د نارنج له هرې ونې سره زما د خاطرو رازونه خوندي دي، هلته مې دننګرهار له وږمو د مينې الهام اخيستی، هلته مې د ژوند خاطرې بلا خاطرې پرې ايښې دي.
رښتيا هم ننګرهار د امن او سولې کور و، ننګرهار د علم او پوهې ټاټوبی دی، خو دا چې شرمېدلي دښمن هر وخت زموږ د کور سيمې او هيواد ښکلا تروړلې ده، داځل يې بیا زما د ښکلي ننګرهار په سینه د وحشت او بربريت اور ته پکې وواهه، د هغه ستړي مزدور جسد څومره ځوروونکی و، چې ټوله ورځ يې په مزدوري تېره کړې وه، د لاس په لستوڼي يې د خپل تندي خولې وچولې، د همدغه مزدور په څېر ډېر نور هم ددغه بريد قرباني وګرځېدل، نن بیا په لسګونو کورنۍ د وير په لمڅي ناستې دي.
ننګرهاره! موږ خو د نارنج د وږم په تمه وو، خو تاکې نن بیا د بارودو بوی خور دی، لوګي پورته کېږي، د ډزو اوازونه موتر غوږونو راځي.
موږ د کونړ پېښه وروستۍ ګڼله، چې د بوري مورکۍ دری زامن په کې شهادت ورسېدل، موږ خو د ننګرهار د مخکينۍ غمېزې اوښکې پاکې کړې نه وې، چې په لسګونو کسان په شهادت رسېدلي و، لا د هغوی د پاتا کمبلې ټولې نه وې، چې دښمن بیا زموږ وير تازه کړ، زموږ په مخکنيو پرهرونو يې مالګينې پټۍ وتړلې، بیا يې د ژوند او ځواک توان راڅخه واخيست.
لويه څښتنه! داځلې مې خپل لاسونه په عاجزۍ پورته کړي دي، ته خو نور دغه ننۍ غمېزه وروستۍ وګرځوې، ته خو مو نور له ورته او وژونکو پېښو نجات راکړې، تاته خو هر څه اسانه دي، تاته د هغه بوري مورکۍ اسوېلی رسېدلی، چې دری زامن يې يو وخت او يو ځای په شهادت ورسېدل، دهغه سپين ږيري بابا چيغو زموږ زړونه په لړزه راوستل، چې تاته يې لاسونه دد عا لپاره اوچت کړ، د خپلو زامنو قاتلينو ته يې د سخت عذاب هيله وکړه.
هغه وړوکي ماشوم څومره ځوروونکي و، چې د خپل بابا په لټه و، خپل بابا ته په تمه و، خو ستا ياغي بنده ګانو د ډېرو خلکو خوښي په کاڼو وويشته.
له موږ مروره سوله بېرته راستنه کړه، ټپیانو ته بېړنۍ روغتيا په نصيب او شهيدان د فردوس جنت پورې ورسوې، خو قانلينوته يې ستا له درګا څخه دردوونکی عذاب غواړم، دوی د هيواد ډېرې مېندي په سرو سترګو ژړولي دي.