د ۲۲ ولسوالیو او یوه ګڼ میشتي ښار( جلال اباد) لرونکی ننګرهار ته د نوم لیکنې (۲۷ ) مرکزونه پرانیستل شوي، چې پنځه یې د جلال اباد ښار او پاتې نور یې ولسوالیو ته ځانګړي شوي دي.
د نوم لیکنې لومړی پړاو د روان کال د غبرګولي په پنځمه پیل شوی او ټاکل شوې دغه بهیر د تلې تر لومړیو روانه وي.
محمد جسور چې جلال اباد ښار کې د تعلیم او تربیې پوهنځي په انګړ کې د جوړ شوی نوم لیکنې مرکز ته راغلی و، وایي چې د ښار د نفوس په پرتله د نوم لیکنې مرکزونه کم دي.
د هغه په وینا د همدې لري والي له امله خلک په ځانګړې توګه میرمنې، نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي.
جسور وايي: اړونده ادارې باید د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او پرینږدي چې په دغه ملي پروسه کې څوک له ګډون نه بې برخې پاتې شي.
نویدالله چې تازه يې ګوته د نوم لیکنې په کارت کې لګولې وه ، هم ورته اندیښنه لرله. هغه یاران ته وویل: ((که د نوم لیکنې مرکزونه ډېر شي نو ورسره د خلکو لېوالتیا هم زیاتیږي او نارینه او ښځينه به وکولی شي، چې په اسانه نوم لیکنه وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.))
دغه ستونزه له ښاره چې په نسبي توګه امن دی او تګ راتګ اسانتیاوې هم پکې شته، په ولسوالیو کې ډیره ده.
په یو شمېر ولسوالیو کې د ولسوالۍ له مرکزه تر کلیو پورې په لسګونو کیلومتره واټن دی. دغه واټن وهل چې د ماینونو، جګړو او نورو ستونزو خطرونه پکې دي، د هر چا د وس او حوصلې خبره نه ده. همدا لامل دی چې د لرو پرتو سیمو خلکو ونډه به د نوم لیکنې په پروسه پیکه کړي.
شریف شاهین د خوګياڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړی وايي په ټوله ولسوالۍ کې یو د نوم لیکنې مرکز لري، چې هغې ته هم د ګوتو په شمېر کسان د نوم لیکنې لپاره ورځي او زیات کسان د امنیتي اندېښنو له امله خپل نومونه نه شي لیکلي او د خپل سر ویره ورسره وي.
هغه زیاته وي دولت باید تر ټولو لوموړی په ټولو ولسوالیو کې امنیتي وضعت ښه کړي او بیا د نوم لیکنې مرکزونه یوازې د ولسوالیو تر انګړونو پورې محدود نه کړي او په یو شمېر هغو کلیو او بانډو کې يې هم پرانیزي چې د ولسوالۍ سره په ډېره فاصله کې وي.
د شاهین په وینا که د نوم لیکنې بهیر همداسې روان وي نو د دې اندیښنه شته چې ګڼ شمېر خلک له نوم لیکنې محروم پاتې شي.
خو په ننګرهار کې د ټاکنو د کمیسون ریس ډاکټر اختر محمد اجمل دغه اندیښنې ناسمې ګڼي.هغه وایي چې د نوم لیکنې د مرکزونو د کمښت په اړه کومه جدي اندیښنه ، نشته.
هغه مني چې ځينې سیمې به د نوم لیکنې د مرکزونو څخه لرې وي، خو زیاتوي چې د دغو سیمو ډېری کسانو په تېرو ټاکنو کې کارتونه اخیستي دي او نوم لیکنه يې کړې ده او هغه کسان چې اوس یې د رایې ورکونې عمر(۱۸کاله) پوره کړی، یا یې پخواني کارتونه ورک کړي، هغوی کارت اخیستنې ته اړتیا لري.
ډاکټر اجمل پر ټول ولس او امنیتي ځواکونو غږ کوي چې په دغه ملي پروسه کې خپل وس همکاري وکړي او دغه پروسه بریالۍ کړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانې ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې وشي. دا به ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو درېیم ځل ټاکنې وي. لومړۍ ټاکنې د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۱۸مه شوې وې چې په پایله کې حامد کرزی د هیواد لومړی منتخب ولسمشر وټاکل شو.