تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: د د لغمان، ننګرهار او کابل والیانو د دغو دریو ولایتونو تر منځ په هر ډول تګ راتګ باندې سر له نن شنبې ماښام څخه بندیز ولګاوه.

د لغمان، ننګرهار او کابل والیانو د یوې ناستې په ترڅ کې دا پریکړه د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه کړې او نن د شنبې ورځې د ماښام اته بجو وروسته مسافرینو ته اجاره نه ورکول کیږي چې یادو درې ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.

د دریو ولایتونو د والیانو په ګډه ناسته کې د لغمان والي محمد اصف ننګ خبرداری ورکړی چې د درې اړخیزې پرېکړې د تطبیق په موخه پلان کې لري چې د لغمان اړوند په مشعلې کمر، سرخکان او ګمبیري سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي،ترڅو هیڅ ډول تګ راتګ ته اجازه ورنکړي خو په وینا یې درې واړو ولایتونو ترمنځ به د خوراکي توکو، مرستو، روغتیایي توکو او ساختماني توکو له تصديق وروسته د لیږد را لیږد همکارۍ جاري وي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په کابل کې ۹۵ سلنه د کورونا ویروس خپور شوی: ((په دې موخه چې لغمان او ننګرهار ته د ویروس د لیږد مخه ونیول شي، د شنبې ورځې ماښام له اته بجو وروسته درې واړو ولایتونو ته پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وشوه.»

د درې واړو واليانو په ناسته کې د پرېکړې له مخې د تازه مېوه جاتو، سبزیجاتو، درملو، ساختماني او خوراکي توکو لیږد او په امبولانس کې پروت ناروغ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي او له دې پرته هیڅوک نشي کولای چې تګ راتګ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *