تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، تېره یوه اوونۍ کې ورته د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې دعملیاتو پر مهال ۳۰۰ داعشیان تسلیم شوي دي.

په اچین ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت د ځانګړو ځواکونو قومندان ولي الله وايي، په تسلیم شویو داعشیانو کې يې زیاتره پاکستانیان دي چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

تسلیم شویو داعشیانو بیا ویلي، د جګړې په لیکو کې یې د افغانستان د مختلفو سیمو د جنګیالیو تر څنګ د چیچنیا، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، اردن، عراق، سوریې او نور اوسېدونکي هم وو چې اوس یې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي له ننګرهار څخه کونړ ته تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان ځواکونو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۱ داعشیان تسلیم شول.

افغان ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له اوږدې مودې راهیسې د عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډله نوره د محوه کېدو په حال کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *