تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په خپلمنځي نښته کې د دغې قطعې یو قومندان وژل شوی دی.
د سیلاب ۲۰۱ قول اردو د عامه اړیکو مسوول هارون یوسفزي په دې اړه وویل، پېښه نن سهار ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د سرحدي ځواکونو د قطعې قومندان حمیدالله ځای پر ځای وژل شوی دی: (( لومړی د قطعې او بلوک د قومندانانو تر منځ لفظي نښته شوې، چې په ترڅ کې یې د بلوک قومندان د قطعې پر قومندان ډزې کړې دي او وژلی یې دی.))
د ښاغلي یوسفزي په خبره د قومندان حمیدالله ساتونکو د بلوک پر قومندان ډزې کړې دي چې له امله یې د بلوک قومندان هم ټپي دی او روغتون ته رسول شوی دی.
نوموړی وايي، سیلاب قول اردو یو پلاوی خوږیاڼو ته استولی تر څو د پېښې پلټنه وکړي.
امنیتي ځواکونه دا مهال د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې په ځپلو بوخت دي.