تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، له تېرو دوه میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعش په خپلمنځي جګړو کې له دواړو غاړو ۱۳۴ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي له دفتره تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو دوه میاشتو راهیسې په شیرزادو، خوږیاڼو، هسکه مېنه او پچیر اګام کې له طالبانو سره په نښتو کې ۳۲ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.
خبرپاڼه زیاتوي په همدې حال کې د طالبانو له ډلې هم په دغو نښتو کې ۷۰ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو او داعش تر منځ په ننګرهار او کونړ کې خپلمنځي نښتې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې جګړو زرګونه کورنۍ تر اوسه نورو سیمو ته کډه شوي او بې سرپناه ژوند تېروي.