تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په جبو کلي کې د میترانو د یو نوي جوړېدونکي ښوونځي په ودانۍ کې چاودنې ۲ کارګر وژلي او ۵ ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، دغه ښوونځي کې لا تر اوسه زده کوونکي نه وو او ښوونځی هم نوی د جوړېدو په حال کې و چې نن سهار په کې ځای پر ځای شوی ماین پر کارګرو راالوتی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی ، خو دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د کوټ په ګاونډ هسکه مېنه کې پر یو جومات د داعش ډلې بمي برید کې ۷۲ لمونځ کوونکي ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل شول.

One thought on “ننګرهار: د کوټ ولسوالۍ یو ښوونځي کې چاودنې ۲ کارګر وژلي، ۵ نور ژوبل دي”
  1. کور مو وران شه په دا هسې جهادونو
    چې حاصل شي د سرو وینو په ډودونو
    بی ګناه چې خلک مري واړه جهان مري
    کافران دا قاتلان دي کړه نظر په ایتونو

ځواب دلته پرېږدئ