تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴ مه:  ځانګړو ځواکونو تیره شپه د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د مجبور اباد سیمې په شپنیو عملياتو کې د یوې کورنۍ څلور غړي چې څلور واړه یې ځوانان وروڼه وو په خپل کور کې وژلي دي.

ويل کېږي په وژل شویو ځوانانو کې قاضي عبدالقادر، جهانزیب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال څلور واړه وروڼه وو او د مشر ورور حاجي بهادر د حج راتګ په مناسبت یې کور کې خوښي روانه وه.

د ځايي خلکو په وینا دغو کسانو په هېڅ ډول ترهګریزو یا مشکوکو کړنو کې لاس نه درلود او بې طرفه وګړي وو.

خو ملي امنیت صفر دوه قطعې تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، مجبور اباد سیمه کې یې د داعش ډلې د مالي مسوول قاري جهانزېب په شمول ۴ کسان وژلي دي.
ملي امنیت ویلي، دا څلور واړه وژل شوي کسان د داعش ډلې زمینه سازان وو.

ویل کېږي په وژل شویو وروڼو کې قاضي قادر صدیقي د مشرانو جرګې سلاکار و.

په خواله رسنيو کې ددغو ځوانانو په وژنه سخته خواشيني ښودل شوې او کورنۍ يې مړي د احتجاج په ډول د ولايت مخې ته وروړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *