د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې ننګرهار د لغمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالۍ پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
ددغې لوبې پچه د لغمان لوبډلمشر وګټله او توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ۴۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ننګرهار لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې خیبر ۱۱۱ او فرید ۴۹ منډې جوړې کړې. د ننګرهار توپ اچونکو لخوا طارق د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
ننګرهار ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۵ اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې همایون ۷۱ او باطن شاه ۴۷ منډې جوړې کړې. د لغمان توپ اچونکو لخوا فهیم د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
باطن شاه د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود ننګرهار لوبډلې ته د خپلې بریا مبارکي ووییله او د لغمان لوبډلې له ښې لوبې یې هم ستاینه وکړه.
د ننګرهار لوبډله به د را روانې سه شنبه په ورځ د پکتیا پر وړاندې خپله پایلوبه تر سره کوي.