راپور : توریالی همت –
په ننګرهار کې « مثبت بدلون ټولنې» له شاخوا دوه سوه ځوانانو څخه دخپل پنځم ښوونیز پروګرام لپاره ازموینه واخیسته .
ازموینه دپنجشنبي ورځ په جلال اباد ښار کې دننګرهاررسنیز کور میدیوتیک افغانستان په انګړ کې واخیستل شوه .
«مثبت بدلون» یوخپلواکه ټولنه ده چې تل یې پرهیوادنیو ملي مسایلوخپل غږ پورته کړي بیلا بیل علمي کنفرانسونه یې جوړکړي او هم یې سلګونه ځوانانوته روزنه ورکړي .
دټولنې مشرعبدالبصیر سباوون وویل داځل ددي ښوونیز پروګرام پنځم پړاو لپاره له شاخوا دوه سوه ځوانانو ازموینه واخیستل شوه .
هغه وویل بریالیو ځوانانو ته به په څلورو برخو« اداره او منجمنټ ، سیاسی اصطلاحات ، رهبری او ژورنالیژم » کې زده کړي ورکول شی .
ښاغلي سباوون وایې داښوونیز پروګرام یې په وړیا توکه ځوانانو ته برابرکړي او پخپله دټولنې غړي یې په ښوونکي دي چې له دي کاره یې هدف په ټولنه کې درضاکاري دفرهنګ پیاوړي کول دي .
دویلوده چې تردي وړاندي مثبت بدلون ټولنې په څلورو ښوونیزو پړاونو کې شاخوا پنځه سوه ځوانانو ته روزنه ورکړي همدا تیره اوونۍ یې هم له څلورمې ښوونیزي دوري څخه ۱۱۵ تنه ځوانان فارغ شول .