هر کله چې په یوه اداره کې مسلکي، پاک، پر هېواد مین او کار ته ژمن خلک وګومارل شي، نو معلومه ده چي هغه اداره مخ پر وړاندي ځي او کارونه یی په سمه توګه ترسره کیږي او محسوس وي.
په ننګرهار کې له عايداتي ادارو څخه يوه تر ټولو ستره عایداتي اداره مستوفیت هم دى، ما له لسو کلو راپه دېخوا نه له کوم شرکت، نه له کوم مارکیټ، نه هم د کوم زورواکي شتمن، هټيوال او نورو ادارو اورېدلي چې دولت ته يې پوره ماليه ورکړې ده.
نن مې له یوه ملګري چې یو خصوصي شرکت لري د کار او بار په اړه وپوښتل، ویل یی ښه دی ګوزاره کېږی، ورته مي وویل چې نه د مخکي غوندي څه لاس ته درځي او کنه؟ په تريو تندي يې راته پیسي له مخکی ډېري پیدا کېږي، خو په مالیه کي مو بیا زور وباسي، ورته مې ویل چي مخکې دې مالیه نه ورکوله که څنګه؟
راته یې په ځواب کې وویل چې نه مخکې مې هم ورکوله، خو چې کله به مالیه ۵۰۰۰۰ افغانۍ راغله، نوموږ به چې ډېرې ورکړي ۵۰۰۰ یا چې بیخي به زیاتې شوې لس زره(۱۰۰۰۰ ) نو مالیه به مو ټوله تحویل شوی وه، د جوړ جاړي خبره وه، د یو مامور سره به جوړ راغلو کار به وشو، ما ورته وويل چې اوس هم داسې کوه، خو ويل يې نه کېږي، ځکه پخوا هر څه پيدا کېدل، خو اوس چې دا نوى مستوفي راغلى، دا کارونه يې بند کړي دي، هېڅ شى لاس ته نه راځي.
ددې خبرې په اورېدو سخت خوشحال شوم، شکر مې ويوست چې داسې يو څوک شته چې مستوفويت کې يې د فساد کچه له لوړې سلنې نه را ښکته کړه، کار اهل کار ته وسپارل شو، مامورين يې خپلو کارونو ته ځير کړل، د ولس ستونزو ته په وخت رسېدنه کوي، د ننګرهار عوايدو کې يې ٤٥ سلنه زياتوالى راوست، کارونه يې سم او منظم کړل.
زه د يوې داسې صحنې شاهد هم يم چې د مستوفيت د مامورينو رسمي وخت مخ په ختمېدو وي، خو دوى د شپې تر درې بجو کار کوي، خو خوشحاله هم وي، په داسې حال کې چې حکومت له ټاکلي وخت وروسته حق نه لري چې په مامورينو کار وکړي.
ما وکتل چې دوی به په مینه خوشحالۍ لګیا وو او کار به یی کولو، همدغه مامورین پخوا هم وو او اوس هم پخوا یی عواید د اوسنيو عوایدو په پرتله کم وو، خو اوسني عواید یې د پخوا په پرتله ۴۵ فیصده زیات شوي دي.
نومعلومه له دې داسې شوه چې د ننګرهار په مستوفیت کې کار اهل کار ته سپارل شوي، یو ښه منجمنټ په اداره کي موجود دی، بیت المال ته حق په پوره ډول ورکړل شوي دی او د ننګرهار مصتوفیت وس له فساده پاک شوي دی.
دغه وړتیا هرڅوک نه لري، دغه وړتیا یواځې هغه څوک لري، چې نفس یې پاک وي لاسونه یې په وینو نه وي سره شوي، غاصب نه وي، د زورواکي او غریب تر منځ فرق ونه کړي.
زه باور لرم چې د مستوفيت په اداره کې د روڼتيا راوستلو او مثبت پرمختګ په برخه کې د مستوفي ښاغلي عبيدالله رقيبي او د خزاينو د امر جهانزيب شريفي هڅې او رول خورا مهم دى، دوى د مسووليت په درک سره د عوايدو را ټولولو کچه ډېره اوچته کړه او لا هم مخ پر وړاندې روان دي.
زه نه د مستوفيت کارکوونکى يم او نه هم د چا بې ځايه ستاينه کوم، خو د یو افغان په صفت له دغو مشرانو زيات منندوى يم او په نورو چارو کې ورته د خدای تعالی نه د بریالیتوب غوښتنه کوم .
دا چې مستوفيت په يوه ولايت کې د ماليې وزارت رسمي استازولي ده، نو د مالي چارو د شفافيت او تنظيم لومړى کار هم له دې ادارې پيلېږي، د مستوفي ښاغلي رقيبي صاحب او د هغه د ژمن ټيم دغه هڅې کولى شي چې د ننګرهار ټولې ادارې له مالي فساد نه پاکې کړي او په ټوله کې د ننګرهار او غونډ افغانستان د نېک نامۍ سبب شي.
ځکه په زغرده وايم چې د مستوفيت اوسنۍ رهبري د ډېرې ستاينې وړ ده، د هېواد ملي ګټو ته ژمن او داسې کسان په کې راټول شوي چې غواړي افغانستان له اقتصادي اړخه د خپلو عوايدو پر مټ په پښو ودرېږي او نړيوالو ته له ګدايي خلاص شو. خداى دې کړي چې نورې ادارې هم له دوى نه مثبت تقليد وکړي او په خپلو اړوندو برخو کې پوره شفافيت رامنځته کړي.
په هیواد کې د رسمي ادارو حالات داسي دي چې له کلونو کلونو د ځینو بې انصافو له خوا لکه په غنیمت کې نیول شوی او یا له پلاره په میراث پاته شوی مال تر خیټې لاندې شوي او چې مرګی ترې چوکۍ خالي نه کړي دوی یې د پریښودو اراده نه لري . اوسنۍ سندره خو لا داهم ده چې (مره کسي ازی چوکي پس کده نمي تانه ) که حکومت د اصلاحاتو کوم قدم مخ ته کیږدي له هرې خوا شورماشور شي چې هله مجاهدین له صحنې ویستل کیږي او علمانیان مقرریږي . ددې ټیکه دارانو قضاوت چا ددوی په اعمالو ونه کړ همیشه ددوی القاب د خلکو د غولولو لپاره استعمالیږي . هیوادوال د داسې اقدام سخت لیواله دي چې حکومت دغه زړې بوجۍ له اداري منسبونو وارتوي او په ځای یې نوې کدرونه وګماري. د ننګرهار مستوفي عبدالله رقیبي یو پاک ، په وطن میئن او ملي ګټو ته ژمن ځوان دی مونږ باور لرو که حکومت ددغه شان کسانو په ګمارنه کې له جرآت څخه کارواخلي نو د دغه لیکوال (مبارز اتل ) په څیر په سلګونو او زرګونو افغانان به د حکومت دا اقدامات وستایي او حمایه به یې کړي .
په ریښتیا هم رقیبی صیب یو پاک خدمتګار دی
توفیق ورته غواړو
if this true/we want more victory for Raqibi sahib,
GREAT NANGARHAR IS OUR HOME FOR ALL NANGARHARYAAN.
WE HAVE MORE DOCTORS AND MASTERS IN ALL AREA,
LETS GAVE HANS TOGETHER HONESTLY,AND CLEAN NANGARHAAR
FROM CORRUPTION/WARLORDS.THANK YOU
RAZ M. KAMAWAL