ننګرهار له هر لحاظه د افغانستان د اقتصادي منابعو سرچینه ده، ننګرهار د علم او ادب ټاټوبی دی، ننګرهار له لسیزو راپه دې خوا د قسم خوړلي تور دښمن په سترګو کې اغزی دی، ننګرهار همیشه بهار دی؛ ځکه چې د هر ستړي او سرګردانه افغان د فرحت او دمې ځای دی… د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د سیمې او نړۍ د ټولو استخباراتي شبکو اشر د دې خبرې واضیح ثبوت دی، چې زمونږ دښمن تر مونږ ډیر دننګرهار په ارزښت پوه دی او غواړي چې په هر ډول شرایطو وي، که لاسته یې نشي راوړلی اقلا محیط او شرایط یې داسې برابر کړي، چې د وحشت او وینو سیوری پرې پروت وي… نن مې په تاند ویب پاڼه کې ددې ولایت په اړه یو راپور ولوست، واقعا ډارونکی او د اندیښنې وړ وو، که د ننګرهار ولس او په مجموع کې ټول افغان ولس ددې ولایت په وړاندې خپلې بې پروايي او بې مسوولیتۍ ته ادامه ورکړي، بیرته خپل حالت ته راګرزول به یې لسیزې وخت واخلي، یو متل دی چې ونې له ځانه ګیله کړې وه  (( که لاستی مې له ځانه نه وای تبر به ولې وهلم.)) ننګرهار هم د خپلو غلو ټوپکمارو او مصوونې مافیا په منګولو کې ګیر دی، په هغه راپور کې چې ددې ولایت د نوي والي لخوا ولسمشر ته وړاندې شوی، ددې ولایت اکثره برحاله وکیلان د خپلو مافیايي ګټو د تداوم په خاطر ددې ولایت په نارامۍ بوخت دي… کله چې ستا برحاله وکیل د قانوني مصوونیت څخه په استفادې، پخپل ولایت کې د دښمن هیواد د تابعیت کارتونه ویشي، د نورو هیوادونو د استخباراتي شبکو دلال وي، د خپلو نامشروع ګټو په خاطر ځانمرګي په پیسو را واردوي او پخپل ولس یې استعمالوي، له محلي ادارې څخه په وچ زور د خپل کور، میلمستونونو، لسګونه موټرو او ساتونکو لګښتونه غواړي؛ نو ګیله له چا کوې؟؟؟

او که واقعیت ووایو دا خلک نه دومره ډیر دي، نه دومره زورور دي، نه دومره توریالي دي او نه په ولس کې دومره عزتمن دي، چې دولت دې ترې وویریږي… مونږ په تیرو څو کلونو کې ولیدل، چې څو ځله د پاکستان پوځ کوښښ وکړ چې د مستقیمې مداخلې له لارې دا ولایت نا امنه کړي؛ خو د خدای په فضل او اتلو افغان امنیتي ځواکونو له خوا یې شرمونکې ماتې وخوړه، کله چې پوه شول پدې ډول خپلو موخو ته نشي رسیدلی د مداخلي تاکتیک یې بدل کړ؛ خو تر هغې مداخلې په ځلونو خطرناک رووش یې انتخاب کړ.

اوس که چیرته ننګرهار د افغانستان برخه وي، هر افغان باید د دې ناولې مافیا پرضد جګړې ته چمتو شي، بلخصوص دولت باید ددې جنایت کارانو په وړاندې له ټول خشونت سره سره قانون پلی کړي، قسم پخدای که نه نظام سقوط وکړي، نه جنګ له یوې هفتې اوږد شي، نه اسمان راوغورځي، ولسمشر دې پدې پوه شي، چې په هیواد کې له مافیا او جنګي جنایتکارانو سره یو دوه ټکرونه د اصلاحاتو او قانونمندۍ لپاره حیاتي ارزښت لري، تر څو پورې چې دولت ددې قانون ماتونکو او جنایت کارانو غاښ ور ونه بریښوي، د قانون حاکمیت ته غاړه نه ږدي… نو سر له نن څخه په خدای توکل وکړئ او د ننګرهار په ولس باندې روانو مظالمو ته د پای ټکی کیږدئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *