۱۳۹۸/۶/۱۶
د ننګرهار په تودو سیمو کې ۱۳۹۸یم ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو.
د ننګرهار د تودو سیمو په ۶۲۵ ښوونځیو کې ۱۳۹۸ یم ښوونیز کال په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو، چې په مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ولسي جرګې غړي لیلمې ولي حکمي، د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري او یو شمیر نورو ګډون کړی وو .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د نوي ښوونیز کال د پیل کېدو له امله ټولو ښوونکو، زده کوونکو او ټولو ننګرهار میشتو ته مبارکي ورکړه، همدا راز یې د پوهنې ادارې اړوند ټولو هغه کسانو روح ته دعا وکړه چې د یو کال په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکړی .
نوموړي زیاته کړه، سږ کال په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل کوي چې د ولسمشر په همکارۍ په دې ولایت کې د ۲۰۸ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي چې د یو نیم سل ښوونځیو ودانۍ عملاً پیل شوي دي .
هغه وایي، که څه هم اوس هم په دې ولایت کې د پوهنې اداره د ۴۷۰۰ ښوونکو له کمبود سره مخ ده، خو هڅه کوي چې روان کال کې کمیت او کیفیت دواړو ته ځآنګړې پاملرنه کړي او په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ .
ښاغلي میاخیل د پوهنې په پرمختګ د ولس همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه که په بهر او وطن کې د دې ولایت شتمن کسان د خپلو سیمو په ښوونځیو کې یو، یو ښوونکی سپانسر کړي نو د ښوونکو د ګمارنې په برخه کې به یې ستونزه حل شي .
د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل، په دې ولایت کې ۹۰۵ ښوونځي شتون لري چې ۶۲۵ یې په تودو سیمو کې دي چې په کې د ۲۳۰ زره نجونو په ګډون ۶۳۰ زره تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د ۲ زره ښځینه ښوونکو په ګډون په کې ۱۴ استادان د تدریس چارې ترسره کوي .
هغه په روان کال کې د سیاینس او نموني ښوونځي ودانیو جوړولو،د ۲۰۸ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارو د پیل کېدو، د اداري اصلاحاتو له لورې د ور پېژندل شوو ۸ سووه ښوونکو جذبول، ۶ سوه ښځینه ښوونکو ګمارنه، د بیومیټریک په ترڅ کې د خیالي ښوونکو مخنیوی،بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲م پاسو نجونو ته تر څوارلسمه پورې د زده کړو زمینه برابرول،د مرکز څخه ښوونځیو ته د کتابونو تر لاسه کول، د کتابونو د را ټولیدو کمپاین پیل کول او یو شمیر نورې د خپلو لاسته راوړنو څخه یاد کړل .
د شینواري په وینا روان کال یې په ننګرهار کې ۷ نوي ښوونځي پرانیستي، ۱۸ ابتدایه ښوونځیو ته یې متوسطو او ۴ متوسطو ته یې د لیسو په کچه ارتقا ورکړې،همدا راز یې د همکاره ادارو په مرسته ۱۴۰ زره زده کوونکو ته ۷ سوه کلیوالي ټولګي پرانیستي دي.
د ننګرهار د پوهنې رئیس وایي، تر دې وروسته به ټولو هغه لیسو ته چې په کې نجونې زده کړې کوي، ښځینه مدیره په دنده وګماري،همدا راز یې په لومړي ځل د پوهنې ښاري مدیریت کې یوه میرمن د نظارت غړي په توګه ګمارلې ده .
هغه ژمنه وکړه چې سږ کال به د پوهنې ریاست اړوند اداري چارو کې سهولتونو رامنځته کولو، کیفیت ښه والي او نظارت پیاوړتیا برخه کې کار وکړي، خو د خلکو په ځآنګړي ډول یې د ولسي شوراګانو د همکارۍ غوښتنې وکړې .
ننګرهار کې د ۱۳۹۸یم تودو سیمو ښوونیز کال پرانیستې مراسم چې د جلال اباد ښار چکنورۍ لیسه کې برابر شوي وو، د مسؤلینو له لورې د زنګ په وهلو او ښوونکو ته د حاضرۍ کتابونو په ورکړې سره په رسمي ډول پیل شول .
۱۳۹۸/۶/۱۶
ننګرهار والي د دې ولایت د صنایعو او معدنونو خونې نوي ټاکل شوي مديره هيئت سره د همغږۍ او همکارۍ لومړنۍ ناسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په ۱۶ مه ولايت مقام کې د صنایعو او معدنونو خونې مشر حاجي تورملنګ په مشرۍ د یادې خونې نوي ټاکل شوي مدیره هیئت سره د همکارۍ او همغږۍ په موخه لومړنۍ ناسته وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل نويو برياليو شوو مديره هيئت غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې له هر ډول تمې پرته به د قانون په چوکاټ کې د وطني تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه مرسته او همکاري تر سره کړي.
نوموړي هم د ټولو هغو مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د دې ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه يې هلې ځلې تر سره کړې، همدا راز یې د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه والي په اړه هم ډاډ ورکړ، چې په وينا يې د امنيت لا ښه تامينولو سره به صنعت او پانګونې ته لا زیات فرصتونه برابر شي.
د ننګرهار د صنایعو او معدنونو خونې نوي مشر حاجي تورملنګ د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون،امنیتي ارګانونو،سوداګرۍ او صنعت ریاست او نورو اړونده مسؤلینو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې په ټاکنیزه موده کې بشپړه همکاري وکړه .
نوموړي او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د پخوا په پرتله د فساد او قاچاقو د مخنیوي له امله د ننګرهار والي د اقداماتو څخه ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دې ولایت کې به لا هم په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي .
د یادې ناستې پر مهال یو شمیر ستونزې هم شریکې شوې چې د حل لارې موندنې په موخه ډاډ ورکړل شو .
۱۳۹۸/۶/۱۶
ننګرهار والي، مسؤلینو ته په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د چهاردیوالۍ د نیمګړو چارو د حل او کارونو د ګړندیتوب لارښوونه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۶مه ولايت مقام کې د ننګرهار پوهنتون رئيس، د پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو او د اسلامي پوهنتون چهاردیوالۍ جوړونې شرکت مسئولينو ته په ترسره شوو چارو کې د ستونزو د حل او په راتلوونکې کې د کارونو د ګړندیتوب لارښوونه وکړه .
وروسته له هغې چې د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې دیوال او د پوهنتون د حقوقو پوهنځي په نوې ودانۍ چارو کې نیمګړتیاوې په ګوته کړې،ننګرهار والي شاه محمود ميآخيل یې اړونده مسؤلینو ته په جدي ډول د ستونزو د حل لارښوونې وکړې .
هغه زیاته کړه،د دواړو پروژو چارې دې د قرارداد له مخې د انجینرۍ اصولو له مخې ترسره شي او د ښار جوړونې او د پوهنتون انجینرۍ پوهنځي استادانو ته یې لارښوونه وکړه چې وخت په وخت له چارو څخه څآرنه وکړي .
۱۳۹۸/۶/۱۶
ننګرهار والي داخلي بې ځایه شویو او له کډوالۍ را ستنوو شویو کورنیو ته په شفاف او نوې میکانیزم سره په مرستو رسولو ټینګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۶مه د خپل کار په دفتر کې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو مالي او اداري معین انجینر احمد ولي حکمي سره د لیدنې پر مهال داخلي بې ځایه شویو او له کډوالۍ را ستنوو شویو کورنیو ته په شفاف او نوي میکانیزم سره په مرستو رسولو ټینګار وکړ.
د دې ناستې پر مهال په شفاف ډول بې ځایه شوو کورنیو ته په مرسته رسولو، د کډوالو چارو ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې، لمریزې برېښنا پروژې پیل کېدو، شیخ مصري ښارګوټې د ځمکې د انتقال او سړک جوړونې او په یو شمیر نورو موضوعاتو بحثونه او خبرې اترې وشوې .
د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، ولسي جرګې غړې لیلمه ولي حکیمي، کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي او یو شمیر نورو هم په یاده ناسته کې شتون درلود .
۱۳۹۸/۶/۱۶
ننګرهار والي وايي، په ادارو کې تغير او تبديل د اصلاح، د ولس د هوساينې او نظام پياوړتيا په موخه تر سره کيږي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د وږي په ۱۶مه ولايت مقام کې د انجينر محمد قاسم يوسفي په مشرۍ د کوز کونړ قومي مخورو سره په ناسته کې وويل، د اصلاحاتو، د ولس هوساينې او نظام پياوړتيا په موخه په ملکي او نظامي ادارو کې ادلون بدلون رامنځته کيږي.
وروسته له هغې چې د کوز کونړ مخورو په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د مخکیني مشر او یا هم د دوی په خوښه د نوي کس د ګمارنې غوښتنې وکړې،ننګرهار والي شاه محمود مياخيل مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ د ثبات لپاره به مؤثر کس د سیمه ییزو پولیسو د نوي مشر په توګه وټاکي .
هغه له خلکو وغوښتل چې د نظام د ملاتړ په موخه د ټولو ګمارل شوو مسؤلینو سره همکاري وکړي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونو ته زمینه برابره شي .

۱۳۹۸/۶/۱۶
کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټی اخیستنی ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کی د ۳۰۲۸۱۴۰ افغانیو په لګښت د یونیسف (UNICEF) په مالي مرسته د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار کلیو پرمختیا اوبیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل د اوبو رسونې یادې پروژي په جوړیدو سره د کوت ولسوالۍ اړوند انارخیل سیمه کې ۲۳۰ کورنیو ته دڅښاک پاکې اوصحي اوبه برابرې شوي .
دغه پروژه دکلیو بیارغونې اوپرمختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې داوبو رسولو او روغتیاساتنې ملي پروګرام لخوا تطبیق شوی ده .
۱۳۹۸/۶/۱۶
جلال اباد ښاروالۍ له لورې په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه کمپاین ترسره شو .
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د لغمان هډې په سیمه کې د ښاري نظم د رامنخته کېدو په موخه کمپاین ترسره کړ چې په کمپاین کې د دویمې ناحیې امر انداز خان شینواري، جلال اباد ښاروالۍ د نظارت امر سبحان الله وزیري او دویمې امنیتي حوزې امر او یو شمیر نورو شتون درلود .
جلال اباد ښاروالۍ د نظارت امر سبحان الله وزیري وویل موږ د ښار د نظم او ښکلا لپاره دوامداره کمپاینونه په لاره اچولي، هیڅوک د قانون څخه لوړ ندي او د ښار د نظم په پار به قانون په ټولو یو شان پلی کېږي.
جلال اباد ښار دویمې ناحیې امر انداز خان شینواري د دویمې ناحیې د ټولو اوسیدونکو نه غوښتنه وکړه د ښاري نظم په کمپاینونو کې له دوی سره همکاري ورکړي ترڅو د ټولو د ښه او هوسا ژوند لپاره منظم او پاک ښار ولرو .
۱۷/۶/۱۳۹۸
روداتو کې په شخصي لګښت د المنصور په نوم داراليتام پرانیستل شو
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د دلاور منصور په نوم يو تن له لوري په شخصي لګښت د يو داراليتام ودانۍ تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پرانيستې په مراسمو کې د روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات له دلاور منصور مننه وکړه، چې تل يې يتيمانو پالنې ته پاملرنه کړې او د دوی د روزنې او پالنې په موخه يې دارليتام پرانیست.
نوموړي د يادې مدرسې مشر ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو قانوني چارو کې به ور سره همکاري وکړي او هڅه به وکړي، چې په دې ولسوالۍ کې عصري او ديني زده کړو ته لا ښه زمينه برابره کړي.
ورپسې د مشرانو جرګې غړي سناتور لطف الله بابا ، د پوهنې امر بهاء الله ، قومي مشرانو او ځوانانو خبرې وکړې او دغه اقدام یې وستایه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د المنصور خيريه بنسټ او داراليتام موسس دلاور منصور وويل، چې دغه مدرسه اته اداري او درسي خونې او نور لازم ملحقات لري، چې په کې به يتيمانو ته ديني او عصري زده کړې ورکول کيږي.
نوموړي وويل، چې د روداتو ولسوالۍ په کچه يتيمان جذبوي او د دوی په روزنه او پالنه کې به ځانګړې پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *