توریالی همت –

استاد پوهنیار احمد تسل حضرتي د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو او نن یې په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه .

ښاغلی تسل حضرتي چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انکلیسي څانګه کې  د استاد په توګه دنده ترسره کوي، تر ماسټرۍ کچې یې زده کړي.

د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور دل اقا وقار نن د یوې غوڼدې پرمهال ښاغلی حضرتي د پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته ور وپيژاند.

تردې وړاندې استاد پوهیالي محمد فداالکوزي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، چې د پوهنتون د چارواکو په خبره د ځینو بوختیاو له امله یې پخپله استعفا ورکړه .

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریس پوهندوی معروف شاه خان شینواري د لوړو زده کړو وزارت هغه مکتوب ولوست چې پر اساس یې استاد احمد تسل حضرتي د پوهنځي د نوي مرستیال په توګه ګمارل شوی.

دغه راز د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نوي مرستیال ریس احمد تسل حضرتي پخپله وینا کې د پوهنځي له مشرانو استادانو د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د هغوی د همکارۍ او تجربو څخه په استفادې په بریالي توګه خپلې چارې ترسره کړي.

په همدي حال کې د ژورنالیزم پوهنځي  ریس استاد ببرک میاخیل  او یو شمیر نورو استادانو ښاغلي حضرتي ته د مبارکي ویلو ترڅنک په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *