افغانستان نوين څېړنيز مرکز مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۵/۱/۲۸
افغانستان نوين څېړنيز مرکز د تحقيقي غونډو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون اړوند د ښوونې او روزنې پوهنځي په تالار کې تحقيقي غونډه ترسره کړه.
غونډې ته چې د ننګرهار پوهتون د تاريخ او جغرافيې څانګې په سلګونو محصلين راغلي وو، غونډه د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو پيل، ورپسې ملي سرود وغږول شو.
ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس او ريس د افغانستان نوين څېړنيز مرکز د ايجاد په اړتيا وغږېد.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې پخوا تردې داسې يوې ادارې شتون نه درلود، چې د ډيورنډ فرضي کرښې او د افغانستان څخه ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو د مديریتي سیستم لپاره د يوې ځانګړې ستراټېژي په جوړولو کار وکړي، نو له دې امله موږ افغانستان نوين څېړنيز او تحقيقاتي مرکز رامنځ ته کړ.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه، چې له محصلينو سره د خپل تحقيق د شريکولو لپاره يې موږ ته زمينه برابره کړه.
د ننګرهار پوهنتون په استازيتوب د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستيال او د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد پوهنوال محمد ابراهيم همکار د افغانستان نوين مشرتابه او راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او تر څنګ يې په اکاډميکو مراکزو کې د ورته غونډو جوړول يې خورا اغېزمن کار وباله.
د استاد همکار له وينا وروسته ښاغلي عزيزالله خپل پرزينټشن چې د ډيورنډ لاین فرضي کرښې په تړاو يې چمتو کړی وو، محصلينو او استادانو ته وړاندې کړل، چې د غونډې برخه والو له لوري يې تود هرکلی وشو.
د ډاکتر عزيز له پرزيټېشن وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريم کال زدکړيالې اغلې نظيفه شېرزاد د ډيورنډ په
اړه خپل چمتو کړی شعر د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل.
د پوهنتون استاد پوهنمل خيرالاحد غوري د داسو بند په اړه ګټور پرزيټېشن د يادې تحقيقي غونډې دويم پريزينټېشن و، د
غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، چې د محصلينو له لوري په چکچکو بدرګه شو.
د غونډې په وروستيو کې محصلينو ته د پوښتنو وخت ورکړل شو، چې په پنل کې د ناستو استادانو له لوري، پوهنمل
استاد خير الاحد غوري، ډاکتر عبدالله هيواد او د غزني پخواني والي شير خوستي له لوري يې پوښتنو ته ځوابونه وويل
شول.
په وروستیو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې د څانګې استاد او امر ښاغلي پوهندوی کريم الله بیدار د افغانستان نوين څېړنيز مرکز مشرتابه او غړي په معنوي ډاليو ونازول.
غونډه د استاد جان محمد خان له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله او د لوی افغانستان د يووالي او سولې لپاره په سلګونو برخه والو لاسونه لپه کړل.