د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، نوموړى مرکز درې کاله وړاندې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) له خوا جوړ او تر اوسه د يادې ادارې له خوا اداره کېده، چې نن ورځ رسماً د پوهنتون ادارې ته
وسپارل شو.
د افغانستان د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام مسول حميدالله عرفان د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال سره د ليدنې پر مهال د نوموړي مرکز پر فعاليتونو
او درې کلن کاري بهير رڼا واچوله.
ښاغلي عرفان وويل: د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز په تېرو دريوو کلونو کې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو نږدې دوه نيم زره تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې روزلي
دي.
نوموړي وويل: چې له دې ډلې زياترو يې دندې موندلي او دمګړۍ په ښو پوزيشنونو کار کوي.
هغه زياته کړه: دا چې اوس نوموړى مرکز د ننګرهار پوهنتون ادارې ته سپارل کېږي، د روزنې ياده لړۍ بايد دوام پيدا کړي او د کارموندنې مرکز فعال وساتل شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال ښاغلي عرفان ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون ادارې په شته امکاناتو به نوموړى مرکز د پخوا په څېر فعال وساتي.
ورپسې ښاغلي عرفان د ياد مرکز سند رسماً د پوهنتون سرپرست پوهاند کامه وال ته وسپاره.
په ننګرهار پوهنتون کې د دي مرکز ترڅنګ د انګلیسې ژبي او کمپوټر زده کړي دوه جلا مرکزونه هم شتون لري چې له تیرو څو کالونو فعالیت ترسره کوي .