په ننګرهار کې د څلورو ولاياتو، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان منتخبو لوبډلو ترمنځ د انټرکلپ سياليو اتلولي د ننګرهار منتخبې لوبډلې ترلاسه کړه.
د ختیبځ زون د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د يادو سياليو پایلوبې ته د لغمان او ننګرهار لوبډلو لاره پيداکړې وه. د دواړو لوبدلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ په بهسودو کرکټ لوبغالي کې پایلوبه ترسره شوه.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ وياند شاکرالله ساپي وويل، په پایلوبه کې لومړى توپ وهنه ننګرهار لوبډلې وکړه، چې خورا خوندوره لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د دوه سوه لس منډو هدف وټاکه.
ساپي زياته کړه، د اتلولۍ مقام ترلاسه کولو په موخه لغمان لوبډلې هم تيزه لوبه پيل کړه، او د ننګرهار لوبډلې توپ اچونکي يې خپل تاثير لاندې راوستل خو بخت ورسره ياري ونه کړه او ياد هدف ته يواځې څلور منډې پاتې وي چې د لوبې اورونه پاى ته ورسېدل او له ده سره ننګرهار لوبډلې د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو ترڅنګ د زونونو ترمنځ په کرکټ سياليو کې د لوبېدو چانس خپل کړ. د زونونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ وروسته کېږي.
د څلورو ولایتونو د کرکټ په سياليو کې رئيس خان لوبې غوره لوبغاړى وپيژندل شو.