تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، سږ کال به د لیمو باغونه په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۵۰ ټنه حاصلات ورکړي.

 د ننګرهار د کرنې رئیس سمیع الله نصرت وايي، سږ کال د لیموانو باغونه په ننګرهار کې تر پخوا زیات دي او نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه کې لیمو کرل شوي دي: (( سږ کال به زموږ حاصلات ۲۵۰ ټنه وي، موږ هڅه کوو ګڼو ولسوالیو کې دلیموانو باغونه جوړ کړو.))

بلخوا څېړونکي وايي، دا مهال په ننګرهار کې د لیموانو لس قسمونو ښه نتیجه ورکړې ده.

 عبدالفتاح بارکزی همداخبره کوي او وايي: (( ننګرهار کې د لیمو د دریو خاندانونو ۱۰ قسمونه ښه نتیجه ورکوي، د سترون، لیم او لیمون نسلونه یې ډېر ښه دی، موږ مسوولانو ته مشوره ورکړې که باغونه کېنوي د همدې دریو نسلونو باغونه دې جوړ کړي.))

 بلخوا مسوولان وايي په پام کې لري چې د ننګرهار د لیمو حاصلات به په کور دننه ټولو ولایتونو ته ورسول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *