تاند، دوشنبه، د جدي ۹مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د معلوماتو له مخې ننګرهار کې د نورو ولایتونو په پرتله ډیر او جوزجان مې بیا تر ټولو کم شکایتونه ثبت شوي دي.

د شکایتونو کمېسیون لخوا خپور شوي لیست کې راغلي چې ننګرهار ولایت کې ورسره دوه زره ۳۲۱ شکایتونه ثبت شوي دي، او تر ټولو کم شکایتونه بیا په جوزجان ولایت کې ثبت شوي چې شمېر یې یوازې څلور شکایتونو ته رسيږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ننګرهار ولایت کې د رای ورکوونکو شمېر ۲۰۴ زره او ۳۵۶ ښودلی او جوزجان ولایت کې یې بیا د رای ورکوونکو شمېر ۳۷ زرو او ۷۱۰ یاد کړی دی.

د شکایتونو د کمېسیون د نوملړ پر اساس تر ننګرهار وروسته په پلازمینه کابل کې تر ټولو ډیر شکایتونه ثبت شوي چې شمېر یې دوه زره ۳۰۰ شکایتونو ته رسي.

تر ننګرهار او کابل وروسته کندهار، هلمند، پکتیا، خوست پکتیکا او بغلان هغه ولایتونه دي چې په ترتیب سره پکې ډیر ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي.

د شکایتونو کمېسیون تیره ورځ ( یکشنبه) تر هغه وروسته چې شکایتونه یې په څو کټګوریو ووېشل، د شکایتونو د څېړنې بهیر هم پیل کړ، چې د قانون پر اساس د شکایتونو کمېسیون پنځلس ورځې وخت لري تر څو شکایتونو ته رسیدنه وکړي، خو دغه کمېسیون د ثبت شویو شکایتونو لوړ شمېر ته په اشارې سره ویلي دي چې په دې پیمانه شکایتونه څیړل په پنځلس ورځو کې ستونزمن کار دی او دا به ډیر وخت ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *