تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د ملي دفاع وزارت یو وار بیا خبر ورکړی چې تېره شپه یې ځانګړو ځواکونوته په ننګرهار کې ۲۲۹ داعش جنګیالي تسلیم شوي دي.
دا په تېره اوونۍ کې دریم ځل دی چې په دومره شمېر داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیمېږي.
تر دې وړاندې په تېره اوونۍ کې لومړی ۱۲۰ جنګیالي، بیا ۳۰۰ او اوس دا دی ۲۲۹ داعشیان چې ۸۲ یې نارینه دي، ۵۱ مېرمنې او ۹۶ یې ماشومان دي افغان ځواکونو ته تسلیمي ورکوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، په دې تسلیم شویو داعشیانو کې پاکستاني او تاجکستاني اتباع هم شامل دي.
افغان ځواکونو له تېرې اوونۍ راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي دي چې د مسوولانو په وینا داعش ډله باندې یې کړۍ راتنګه کړې ده.