تاند: ننګرهار کې نن سهار نامعلومه وسله والو د استیناف محکمې دوه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي پېښه نن چهار شنبه سهار د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې شوې ده.
د خوږیاڼي په خبره استیناف محکمې دواړه کارکوونکي دندې ته روان وو چې نامعلومه وسله والو پرې برید کړی او له برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې جلال اباد ښار کې په هدفي بریدونو کې له ۲۰ زیات سپین ږیري، عالمان او د دولت کارکوونکي وژل شوي دي.
