تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: له کابل او هرات وروسته د زون په کچه ننګرهار کې هم د بریښنایي تذکیرو وېش پيل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن دوشنبه ماسپښین تاند ته وویل، د پروسې پرانیسته لومړی د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وکړه او دې پروسې ته یې له ننګرهاره ځان لومړی ثبت کړ.
د خوږیاڼي په خبره، د ننګرهار د بریښنايي تذکېرو د وېش مرکز دریمه ناحیه کې پرانیستل شوی چې لومړی به په امتحاني ډول ۱۰۰۰ کسانو ته تذکیرې ورکړي او بیا به له هغې وروسته د اړتیا له مخې جلال اباد ښار کې نور مرکزونه هم پرانیستل شي: (( دا مرکز یوازې ننګرهار لپاره پرانیستل شوی خو د زون په کچه له کونړ، نورستان، لغمان څخه هم ورته خلک راتللی او ځان ثبتولی شي.))
تېره اوونۍ په هرات کې هم د بریښنايي تذکېرو وېش پيل شوی او چارواکو یې ویلي وو چې ډېر ژر به یې یوه څانګه د ننګرهار لپاره هم پرانیزي.
د برېښنايي تذکیرو وېش وړم کال پیل شوی خو په یو شمېر ولایتونو کې یې هغو ډلو مخالفت کړی دی چې ویل کېږي له پاکستان او ایران څخه ورته د تورو کڅوړو پيسې راځي او دوی نه غواړي افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب لپاره یوه داسې وسیله پیدا شي چې د دوی رازونه ورسره افشا کېږي.
شنونکي وايي، که ټولو افغانانو ته بریښنايي تذکېري وویشل شي، نو د جرمونو او امنیتي پېښو کچه به خورا راکمه شي، ځکه د ټولو افغانانو ډیټا به موجوده وي او مجرم به ژر پیدا کېږي.
د افغانستان بریښنايي تذکیرې د سیمې په کچه د پیاوړي او پرمختللي سیسټم درلودونکې بلل کېږي چې الکترونیکي ټاکنې به هم پرې ترسره کېدای شي.