تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ورته د تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۶۱۵ تنو ته ورسېد.
دفاع وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، پر داعش ډلې د نظامي فشارونو په لړ کې تېره شپه هم ۱۸ داعش جنګیالي، ۲۴ داعشي مېرمنې او ۳۱ ماشومان ورته له ۱۵ میله وسلې سره تسلیم شوي دي.
دفاع وزارت وايي، ننګرهار کې يې د داعش ډلې پر ضد ځپونکي عملیات روان دي چې له فشاره یې تر دې دمه ۶۱۵ داعشیان د کورنیو له غړو سره دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
دفاع وزارت وايي، دا عملیات یې له دوه اوونیو راهیسې پیل کړي دي او له تسلیم شویو داعشیانو سره به د افغانستان د قوانینو په اساس چلند کېږي.