تاند، دوشنبه، د قوس ۳مه: هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې له وروستیو دوه اوونیو راهیسې په ننګرهار کې د تسلیم شویو ۹۰۰ داعشیانو په ډله کې ۱۰ هندیان هم شامل دي.

 راپور وايي، د تسلیم شویو هندي داعشیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته چې تر ډېره د هند کېراله ایالت اوسېدونکي دي.

هندوستان ټایمز د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو له قوله وايي، دغه لس تنه هندي داعشیان هم د هغو کسانو په ډله کې کابل ته د پلټنو لپاره استول شوي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

 راپور وايي، نه یوازې دا لس تنه هندي داعشیان تسلیم شوي، بلکې په جګړه کې او دوه کاله وړاندې په اچین د بمونو د مور د غورځول کېدو پېښه کې وژل شوي هم دي.

هندوستان ټایمز لیکلي، تقریبا د دوه درجنه هندیانو یوه ډله په ۲۰۱۶ کال کې د هند له کېرالې سیمې څخه افغانستان ته راکډه شوې وه چې ځینو یې له ځان سره کورنۍ هم راوستې وې.

2 thoughts on “ننګرهار کې د تسلیم شویو داعشیانو په ډله کې ۱۰ تنه هندیان هم شته”
  1. مطلب دا چی هندیان د پاکستان له لاری افغانستان راغلی دی او نو ولی اوس امریکا او نړیواله ټولنه او همدارنګه روسیه ، چین او ایران بیا هم له پاکستان سره نږدی اړیکی ساتی

  2. په مجموع کې معاهدې او موافقې دوه اړخیزې او ډېراړخیزې وي.
    اما د پورته سند لاسلیکول د افغانستان په ګټه دي. په هند کې زمونږ ډېر افغانان اوسېږي چې کله نا کله د هندي پولیسو له خوا افغانان بندیان اوپه زندانونو کې شپې تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *