تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د هیواد په ختیځ ننګرهار کې د کورونا ناروغۍ لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱ مشکوکې پېښې لابراتوار ته ورغلي دي چې ۹۰ پېښې یې منفي او یوه یې په ننګرهار کې مثبته ختلې ده.
د مایار په خبره د کورونا دغه ناروغ دوه اوونۍ وړاندې له سعودي عربستان عمرې حج څخه هیواد ته راستون شوی و.
په دې سره ټول افغانستان کې د کورونا پېښې ۹۱ ته ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا د خپرېدو له اوازو راهیسې په افغانستان کې ۹۰۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي چې یوازې ۹۱ یې مثبتې راوتلې دي.
کورونا تر اوسه په افغانستان کې در کسان وژلي دي، چې وروستۍ پېښه یې تېره ورځ په هرات کې شوې ده.