تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ديني عالم او زوی يې وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تاند ته وویل، د دې ولایت لعلپورې ولسوالۍ په سربند سيمه کې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د ديني عالم مولوي شيدا الټو ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې نوموړی او زوی يې محمد سليم قرباني شوي او همدا راز يو ديني عالم او يو بل تن ژوبل شوی، چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو څو ورځې وړاندې په کابل کې هم یو دیني عالم له هغې وروسته ووژل .شو چې د طالبانو روانه جګړه یې افغان وژنه بللې وه.
بلخوا د هلمند د لښکرګاه په دريمه حوزه کي چاودني څلور ماشومان وژلي دي.
دهلمند د والي وياند عمر ځواک وايي پيښه په يوه کور کي دننه شوي ده خو انګیزه یې لا معلومه نه ده.
په کور کي دننه دغه چاؤدنه ددريمې حوزې دبولان په کلا سيمه کې څو شيبي مخکي سوي ده.
دوالي وياند عمر ځواک وايي داسي ښکاري چې په کور کې دننه يوه ناچاوده سرګلوله چاوديدلې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.