تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسيدونکې ۲۲ کلنه عادله، چې تر دې وړاندې نجلۍ وه په داودزي خصوصي روغتون کې تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو او نوم يې پر عبدالرحمن بدل شو.
له معایناتو معلومه شوې چې عادله ښځینه نه؛ بلکې نارینه دی او په همدې اساس یې ور ته جراحي عملیات وکړل چې هلک شو.
پخوانۍ پيغله او اوسنی زلمی عبدالرحمن وایي، له پخوا راهیسې په ځان پوه شوی و، چې نجلۍ نه، بلکې هلک دی؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې او ټولنه کې د شرم له امله یې نه شو کولای چې ځان ډاکټر ته وښایي او عملیات یې وکړي.