تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر داعش ډلې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۶ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، په اچین ولسوالۍ کې یې عملیات راوان کړی دي چې تر دې دمه یې په ترڅ کې ۴۴ داعشیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د چارواکو په خبره اچین ۹۰ سلنه له داعش جنګیالیو پاک شوی اوګڼې وسلې، چاودېدونکي توکي یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي، په اچین کې یې دا مهال دوه نوي بیزونه جوړ کړي او ۱۱ نوې پوستې یې هم د داعش د ګواښونو لپاره اچولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش ډلې ماتې اعلان کړې وه، خو امریکايي ادارو د افغانستان په ختیځ کې ددغې ډلې د بیا راټوکیدو اندېښنې ښودلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *