تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: د ننګرهار د پوهنې ریاست، د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد ښارګوټي کې۷۸۰ ښوونکو ته د استوګنې یوه یوه نمره ځمکه ورکول پیل کړل.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وايي، د بحراباد ښارګوټی ۱۲سوه نمرې ځمکه لري؛ خو د دغه ښارګوټي ډېره ځمکه غصب شوې ده.

دی وايي، د بحراباد ښارګوټي نقشه په ټولو معیارونو برابره ده او په دغه ښارګوټي کې وړکتونونه، جوماتونه، کلینکونه، اطفایې، بانک،  سوداګریزې، تفریحي او نورې ساحې ډیزاین شوي دي، چې د نقشې له مخې به پکې ټول کورونه ودان شي.

شینواری زیاتوي، تر دا مهاله یې په سیاسنګ، اچین ولسوالۍ،ګوریګ او یو شمېر نورو سیمو کې ۴ زره ښوونکو ته د استوګنې نمرې ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به د کامې، خوږیاڼيو، کوټ، رودات او چپرهار ولسوالیو ښوونکو ته هم په ښارګوټو کې د استوګنو نمرو د ویش لړۍ پیل کړي .

د یادونې ده چې د بحراباد په ښارګوټې کې ۱۷۶ جریبه ځمکه د بهسودو ولسوالۍ اړوند ۱۲ سوه ښوونکو لپاره د استوګنې نمرو د ورکړې په موخه ځآنګړې شوې ده، همدا راز ۳۶۳ نیم جریبه نوره ځمکه په یاد ښارګوټې کې عام المنفعه ځایونو لپاره جلا شوې چې په کې جوماتونه، ښوونځي، تفریحي پارکونه، روغتونونه، سړکونه، سوداګریزې او نورې چارې شاملې دي.

په ننګرهار کې اوس‌مهال د ۱۱ ښارګوټو چارې پیل شوي، چې زرګونه جریبه ځمکه پکې غصب شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *