حبیب الرحمان ننګ

تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریاست ګواښ کړی چې  د ولسمشرۍ هیڅ نوماند حق نه لري ځان د شنبې د ورځې په ټاکنو کې بریالی اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ نن دوشنبه ماسپښین لږ وروسته له هغې چې ښاغلي عبدالله عبدالله په ټاکنو کې ځان په غوڅ اکثریت بریالی اعلان کړ، خبرداری ورکړ چې هیڅ نوماند د خپلې بریا د اعلان حق نه لري تر څو کمېسیون رڼې او پاکې پایلې اعلان کړې نه وي.

ښاغلي ننګ له خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل، تر اوسه ورته له ټول افغانستان څخه ۷۵۰۰ د رایو د صندوقونو د پایلو پاڼې رسېدلي او لومړنۍ پایلې به د میزان په ۲۸مه اعلان کړي: (( له هغې وروسته به نوماندان شکایتونه کوي، هغه به څېړل کېږي او بیا به رڼې پایلې د لړم په ۱۶مه د کمېسیون لخوا اعلانېږي.))

ښاغلي ننګ یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په ټاکنو کې د روڼتیا کچه د پخوا په پرتله خورا لوړه ده او نړیوالو بنسټونو یې هم ستاینه کړې ده.

ښاغلی ننګ وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورته ویلي دي چې په ور رسېدلیو شکایتونو کې اکثره یې تخنیکي دي، ځینې یې ان د پلټنې وړ نه دي، خو د درغلۍ راپورونه ډېر کم لیدل کېږي.

 د شنبې د ورځې په ټاکنو کې که څه هم د ولس ګډون کم ګڼل شوی خو کمېسیون وايي، تر اوسه یې له ۳۷۶۳ مرکزونو څخه دوه میلیونه ۱۹۶۴۶۳ رایې راټولې کړې دي او نن به یې د نتایجو ثبت پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *