حبیب الرحمان ننګ

تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د ټاکنو کمېسییون وايي، تر دې دمه د ۳۶۵ ولسوالیو ټاکنیز توکي مرکزونو ته را انتقال شوي او دولایتونو نتایج به ډېر ژر کابل ورکړل شي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ نن سه شنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، له ټولو ولایتونو څخه اړین مواد کابل ته رسېدلي او د رایو په شمېرنه به ژر کار پيل شي.

نوموړي دغه راز وویل، ټاکل شوې وه چې د رایو شمېرنه د میزان په اوومه پيل شي، خو په وینا یې چې دا کار د ناظرانو د نشتون له کبله ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون پرون دوشنبه د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د ارزونې لپاره یو ډیجیټلي مرکز پرانیست خو په دغه مرکز کې لا هم رایه شمېرنه نه ده پيل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *