= د اروپا د فضايي تحقیقاتي ادارې مسوولان وايي، مریخ ته د دوی استول شوې ستوربېړۍ دوې ورځې وړاندې پر دې سیارې د کښېناستو په مهال غورځېدلې او دړې وړې شوې ده.


= د هلمند د مدني ټولنې مسؤلان وايي، د هلمند په وروستيو جګړو کې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ټولنې مشر سردار محمد نن /جمعه/ وویل، وروسته له دې چې جګړه د لښکرګاه لمنو ته راورسېده ډېری خلکو خپل کورونه پرېښودل او نورو سيمو ته کډوال شول.


= ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ چې د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.

ګارډین ورځپاڼې تر دې مخکې روانه اوونۍ په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پټې خبرې افشا کړې.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي تر سفر مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو بل پړاو به په سعودي عربستان کې کېږي.

(تفصیل وروسته)


= د طالبانو د قطر د دفتر پخواني مشر سید طیب اغا په یوه لیک کې ویلي چې د طالبانو نوي مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال په جولای کې ورڅخه غوښتي چې د قطر د دفتر مشري ومني خو ده په ځواب کې ورته ویلي، په دې شرط دا مسوولیت مني چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران له پاکستانه ووځي.

ویل کېږي چې طیب اغا د پاکستان د فشار له کبله د ملا اختر محمد منصور له لوري د قطر د دفتر له مشرۍ لېري شوی و. (تفصیل وروسته)


= د ننګرهار په پچیر و اګام ولسوالي کې د طالبانو او داعش ترمنځ په جګړه کې شاوخوا ۴۰ داعشیان وژل شوي دي.

د طالبانو د تلفاتو شمېر لا څرګند نه دی.


= په قبایلي سیمو کې د لومړي ځل لپاره پوهنتون جوړېږي.

سره له دې چې په پاکستان کې هره سیمه او ښارګی پوهنتون لري، قبایلي سیمې هماغه راز چې د مدنیت له نورو امکاناتو لیري ساتل شوي، له لوړو زده کړو هم بې برخې کړای شوي دي.

د قبایلي سیمو لپاره په ځانګړي پوهنتون کې به، چې (فاټا) نومېږي او کواټ ښار ته نژدې جوړ شوی دی، راتلونکې اوونۍ زده کړې پیل شي.


= ویکي لیکس د ولسمشر بارک اوباما څو شخصي ایمیلونه افشا کړل.

دا ایمیلونه د ۲۰۰۸ م کال دي چې اوباما له د ولسمشرۍ د دوهمه دوره نه وه پیل کړې.

سپینې ماڼۍ دا ایمیلونه رد یا تایید کړي نه دي.


= انټرنشنل بیزنس ټایمز نن په یوه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې د بمي چاودنو، انتحاري حملو، بمباریو، جګړې او بېوزلۍ له کبله ۱۰ ملیونه افغانان عقلي – دماغي ناروغي لري.  اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.


= راپورونه وايي چې د ننګرهار په پچیر و اګام کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه نښتې ده.

د دواړو خواوو ترمنځ نښته د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري دوام لري. تراوسه پوري د جګړې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.


= ناټو وايي، افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي چې د هوايي ځواک له لوري د هدف د سم ویشتلو په برخه کې له دقته کار واخلي.

ویل شوي چې سږ کال د افغان هوايي ځواک له لوري په ډېرو بریدونو کې اصلي هدف نه دی ویشتل شوی او په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو له لوري ملکي تلفات زیات شوي دي.


= پاکستان په خپلو تلویزوني شبکو او رادیو ګانو کې د هندي فلمونو او نورو هندي پروګرامونو پر خپریدو بندیز له نن څخه عملي کړ.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګاتیا نوره هم زیاته شوه.


= ولسمشر اشرف غني پوځیانو ته امر کړی چې له دې وروسته د حزب اسلامي په مرکزونو برېد ونه کړي او د پوځ له لیکو سره د هغوی د یوځای کیدو او د وسلو د تسلیم په پروسه کې امنیت ونیسي.

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د د تطبیق او د دغه ګوند د وسله والو د امنیت د خوندیتوب لپاره دوه فرمانونه ورکړل.


= تاجکستان او چین  پرون د افغانستان پولې ته نژدې د تروریزم پر ضد ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

دا عملیات په سیمه کې د امنیتي وضیعت د کنټرول لپاره د چین د روانو هڅو برخه ده.

ټاکل شوې ده چې دا عملیات د روانې اکتوبر میاشت تر ۲۴ پورې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *