= د ننګرهار ولایت د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، افغان  امنیتي ځواکونو تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش بهرنۍ روزونکي ووژل.


دي نیوز (پاکستانۍ ورځپاڼه) د خیبر پشتونخوا سوداګرو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.


سپوتنیک نیوز: د افغانستان په ختیځ کې د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې د داعش لږترلږه ۱۳ غړي ووژل شول.

بېلابېل اژانسونه: چاودنې په زابل کې ۳ تنه ووژل.


خامه پریس:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې

۶ سرتېري شهیدان، ۶۶ یاغیان ووژل شول.سپوتنیک نیوز: په افغانستان کې د تروریستي ضد عملیاتو په ترڅ کې تر ۶۵ زیات ترهګر ووژل شول.


بېلا بېل اژانسونه: په کابل کې ۴ تنه د جعلي ډالرو د پلورلو په تور ونیول شول.


د چین انګلیسي تلویزیون: یوه افغان دلاصله مېرمن د ټرمپ په خلاف مسلمانان هڅوی چې خپلې رایې مېرمن کلنټن ته ورکړي.


د پاکستان بېلابېلې رسنۍ: د پاکستان د سند صوبې صوبايي سترې محکمې په دغه صوبه کې د ټولو شراب‎خانو د بندولو او د شرابو پر خرڅلاو بندیز لګولی دی.


ازادي راډیو: د کندهار د سپين‎ازادي راډیو:  په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل چې جګړه پرون مازديګر د سپين‎بولدک ولسوالۍ په امروت سيمه کې د پاکستان سره پر پوله هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې پاکستاني ملېشو د وسله‎والو مخالفينو په دفاع کې پر افغان سرحدي پوليسو د درنو وسلو بريدونه وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *