په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د جمعې په ورځ وویل، تروریزم په ځانګړي ډول د افغانستان او هند لپاره لوی ګواښ دی نو اوس هغه وخت راغلی چې په سیمه کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د تروریزم د ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.


د بخښنې نړیوالې ادارې د جنوبي اسیا رييس چمپا پاټیل د پاکستان له لوري په نړۍ کې د خورا پېژندل شوې څېرې شربت ګلې د اخراجولو په پرېکړې عکس العمل وښود، ویې ویل:

«د پاکستان دا پرېکړه یوه لویه بې عدالتي ده.»


ولسمشراشرف غني د غور امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د دې ولایت د خلکو د امنیت په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. افغان ولسمشر د امنیتي او دفاعي سکتور د وزیرانو، د کابینې د څو غړو او چارواکو په ګډون د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار غور ولایت ته ولاړ.


ولسمشر غني په هلمند کې د اریانا تلویزیون د خبریال نعمت الله زهیر پر مړینه ژوره خواشیني ښکاره کړه او ماین ایښودونکي یې وغندل.


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال نن وویل چې پاکستان بالاخره شربت ګله له محبسه خوشي کړه.

ډاکتر زاخېوال وايي، شربت ګله به د راتلونکې دوشنې په ورځ خپل هیواد ته ستنه شي.

تفصیل 


په هلمند کې نن د اریانا تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

شاهدان وايي، زهیر له نورو خبریالانو سره د جنګي وضعیت په اړه د راپور جوړولو لپاره روان و چې له لشکرګاه ښاره لږ دباندې یې پر موټر ډزې وشوې. پولیسو ورته وویل چې موټر له لویې لارې چپ کړي، کله چې موټر خامه ته شوو ماین پرې وچاودېده.

(تفصیل)


په جرمني کې ۷ افغان پناه غوښتونکي پر یوه 17  کلن ایراني د ډله ییز جنسي تېري په تور نیول شوي دي.

ویل شوي چې دغو افغانانو د جنسي تجاوز ویدیو هم په خپله اخیستې ده.


د غزني په قره باغ ولسوالي کې د دوو زده کوونکو له وژل کېدو وروسته د دې ولسوالۍ ۵۰ ښوونځي د اعتراض په توګه بند شوي دي.

دولتي چارواکي وايي چې ښوونځي طالبانو بند کړي خو د سیمې ځیني اوسېدونکي وايي چې زده کوونکي د پولیسو له لوري وژل شوي دي او باید پولیس محاکمه شي.

پولیس وايي چې شاګردان د پولیسو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *