زرګونه هزاره ګانو نن په کابل کې مظاهره وکړه او حکومت یې په دې وغانده چې ولې یې تېر کال د څو تنو هزاره ګانو وژونکي محاکمې ته حاضر کړي نه دي.
تېر کال د داعش پلویانو په زابل کې څو تنه هزاره ګان له تښتولو وروسته په بې رحمۍ ووژل خو وروسته برمته ګر د وسله والو طالبانو له لوري له منځه یووړل شول..
ګلبدین حکمتیار د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر دونالد ټرمپ ته په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان د جګړې په اړه داسي پرېکړه وکړي چې تر ده دوو مخکینیو ولسمشران یې په غوره کولو کې پاتې راغلي دي.
د جرمني دفاع وزارت د وسله والو طالبانو د ادعا په ځواب کې وویل چې دوی د کندوز په برید کې هیڅ راز لاس نه درلود.
سړله والو طالبانو ویلي چې په مزارشریف کې یې د جرمني پر کونسلګرۍ د دې لپاره برید وکړ چې په کندوز کې پر ملکیانو د بمبارۍ بدل واخلي.
د امریکا دفاع وزارت له کانګریس څخه پرون /پنجشنبه/ ۱۱ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره اضافي بودجه په سوریه او عراق کې د داعش او په افغانستان کې د بېلابېلو تروریستي ډلو پر ضد د جګړې لپاره منظور کړي.
ولسمشر غني په مزارشریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ تروریستي حمله وغندله. په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۱۵ نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو په مزارشریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ په برید کې لږترلږه ۶ تنه وژلي او ۱۱۵ نور ژوبل کړي دي.
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون مشران وايي، غواړي خپل فعالیتونه پر مرکز سربیره یو شمېر ولسوالیو ته هم پراخ کړي.
دوی زیاتوي، په مرکز کې د ناورغانو د مراجعې د ډېریدو له کبله اړ شوي، څو د عادي ولادتونو لپاره په ځینو ولسوالیو کې څانګې پرانیزي او پیچلي ولادتونه د خوست مرکز ته انتقال کړي.