ګڼ شمېر هندیانو ویلي چې حاضر دي د خپل هیواد د بهرنیو چارو ناروغې وزیرې ته وړیا پښتورګي عطیه کړي.

د هند د بهرنیو چارو ۶۴ کلنه وزیره مېرمن سوشما سوارج له یوې مودې راهیسي په شدید شکر ناروغي اخته ده او له څو ورځو راهیسي د نوي ډیلي په یوه روغتون کې بستري شوې ده.

دې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي و چې پښتورګي یې له کاره لوېدلي ځکه بستري شوې ده.

د دې خبر له خپرېدو وروسته ګڼ هندیان حاضر شول چې د خپلې دې مهمې وزیرې د ژوند ژغورلو لپاره خپل پښتورګي وړیا ورکړي.


ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي کمیسیونونو غړیتوب ته له کاندیدانو سره له مرکو وروسته له یو شمېر سیاسي مشرانو سره ولیدل.

د ولسمشر یوه ویندوی وویل چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو لیست بشپړ شي.


د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ دنده متقاعد جنرال مایل فلین، د سي آی اې مشري په استازو جرګه کې د ارکناس استازي مایک پومپیو او د لویې څارنوالۍ دنده جمهوریپتال سناتور جیف سیشنز ته وړاندیز کړې ده.

مایک پومیو، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ په وړاندې د مارکو روبیو ملاتړ کاوه، د ټرمپ وړاندیز نه دی منلی.


پاکستان نن /جمعه/ وویل چې دغه هیواد، روسیه او چین به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه سلامشوره وکړي چې په دغه هیواد کې سولې او پخلاینې لارې څرنګه موندل کېدای شي.

(تفصیل وروسته)


د عوامي نشنل ګوند یو جګپوړی مشر حاجي عدیل نن /جمعه/ د ۷۲ کلونو په عمر په پېښور کې وفات او خاورو ته وسپارل شو.

حاجي عدیل، چې د ۱۹۴۴ م کال د اکتوبر په ۲۵مه زېږېدلی، پخوا د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ غړی و.


د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وايي، پاکستان به په دې خاطر چې په خپله خاوره کې یې تروریستانو ته پناه ورکړې، د دونالد ټرمپ له لوري له جدي ستونزې سره مخامخ شي.


جان بولټن، چې ښايي د ترمپ په حکومت کې مهمه چوکۍ ترلاسه کړي، وايي، باید د ایران د حکومت د پرزولو لپاره د ایران د حکومت له مخالفانو سره مرسته وشي.

جان بولټن، چې پخوا په ملګروملتو کې د امریکا استازی و، ممکن د ترمپ له لوري د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي.


په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې ژر پیل شي.

دې چې پرون /پنجشنبه/ د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په اړه په بحث کې خبرې کولې، وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبوي.


د فراه ولایت د بکواه ولسوالي پر مرکز د وسلوالو طالبانو د تېرې شپې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

 د بکواه  ولسوال غوث الدین وايي داسې ښکاري چې وسلوالو طالبانو د  پولیسو په منځ کې نفوذ کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *