سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما به د ایران د بندیزونو په اړه د کانګریس پرېکړه ویټو نه کړي بلکې توشیح به یې کړي.
ایران وايي چې د امریکا له لوري د بندیزونو تصویب کېدا له دغه هیواد سره د اتومي موافقې خلاف ده.
ولسمشر غني نن متحده عربي اماراتو ته لاړ چې په دغه هیواد کې د نړۍ له خطر سره مخامخ کلتوري میراثونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
دا کنفرانس سبا پرانستل کېږي او دوې ورځې دوام کوي.
په زابل ولایت کې د ماین په چاودنه کې ۳ خبریالان ژوبل شوي دي.
دا خبریالان شهرصفا ولسوالي ته تللي ول او د بېرته راستنېدو په مهال یې د موټر مخته ماین وچاودېده.
د هغوی ژوند ته جدي خطر نه دی پېښ.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نېښ ولسوالي کې جګړه د طالبانو په ماتې پای ته رسېدلې ده.
په دې ولسوالي کې وسله والو طالبانو ۴ ورځې وړاندې جګړه پیل کړې وه.
ویل کېږي چې د جګړې په نتیجه کې ۲۳ ملکیان او ۲۹ ږسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دولتي ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی اعلان شوی خو ویل شوي چې په ملکیانو کې ۵ ماشومان او دوې ښځې شاملې دي.