هر مشکل که له دواړو خواوو وکتل شي او حقه پریکړه وشي ، نو لوړه سلنه پرمختګ راتلی شي . په افغانستان کې اکثره جنجالونه دوه اړخیز دي ، هغه که د سولې ، امنیت ، پوهنې او نور برخو کې دي شته ، مثلاً : ځینې خلک یوازې پر محصلینو پړه وراچوي چې ویل شوی درس نه یادوي او په امتحان کې ځکه پاتې راځي . خو دا خبره هر محصل ، فارغ او استاد ته ښکاره ده چې ځینې استادان هسې د نوم لپاره د استادۍ دنده پر غاړه اخلي او هر وخت یې چې زړه وغواړي صنف ته راځي ، ګني باک یې نه ګڼي ، که څه هم شاګردان او محصلین په دغه وخت کې خوشاله وي چې لږ مو دماغ ارام وي ، خو د امتحان پر وخت یې دېته شوچ نه وي چې استاد به یې هغه سوالونه ورته راولي چې د همغې ورځې درس لپاره نه و راغلی او دوی یې نه راتلو ته خوشاله وو .

هغه استاد په میاشت کې څلور یا پنځه ساعته مضمون لري خو دی یو او یا دوه ځلې راغلی وي او کله چې راشي نو د دریو څلورو ورځو درس په یوه وار (۳۰) مخه ووايي او دا هم محصلینو ته ووايي چې تشریح ته یې ضرورت نشته یوازې پخپلو منځونو کې بیا ورباندې تېر شئ . اوس تاسې ووايئ چې یو اول (۱۵) پاڼې درس په یوه ورځ یادیږي ؟ دوهم ووايئ چې تشرېح یې نه کړي نو بیا خو استاد ته هیڅ ضرورت نشته او حتی پوهنتون ویلو ته اړتیا نشته ، هر څوک له مخه چپټر ویلی شي او یادولی یې شي . کله چې امتحان شي نو واسطه او خپلوي شروع شي ، که تا په درس ځان مړ کړی وي هم ، خو که بل خپل او دوست یې یوازې له بړستنې (کمپلې) نه زنګ ورته ووهي ښې لوړې نمرې ورکوي او ویل کیږي چې د نجونو خو بیخي پوښتنه هم نه کوي چې دوی نقل وهي او که یا سپینه پرچه ورکوي ، بس چې ښځینه ده او پوهنتون ته راغلې ده دا هم غټ ویاړ ګڼي نور بلا پسې چې څه ورنه جوړیږي او که هسې چې یې بېرته قبایلي کلچر ته ستنوي . ځینو استادانو چې غیر له ایماندارۍ دنده تر سره کړیده خپل راتلونکي ته دې نه خوشالیږي ، چې هغه هم د حشر میدان دی . خو ځینې محصلین دې هم هسې د اسنادو لپاره پوهنتون ته نه ځي ، ددوی کورنۍ او خپلې ټولنې پر دوی باندې پور دی چې یو څه ورته رازده کړي او نورو ته یې ګټه ورسیږي .

One thought on “نن در یم ساعت دی چې استاد نشته/ محمد رحیم سکندر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *