د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې په اجرا کېدو کې یو څه ستونزې شته خو دا ستونزې به په ګډو مرستو او صداقت حل شي.
ولسمشر غني وايي نوي سلنه دولتي ادارې به د کابل دارلالمان سیمې ته انتقال شي.
ښاغلي غني چې نن یې په دریم ښاري ملي کنفراس کې خبرې کولې وویل په دې توګه به د امان الله خان هغه ارمان پوره شي چې غوښتل یې دولتي ادارې د کابل په دې سیمه کې جوړې شي.
په بلخ ولایت کې ۴ ښځې د خپلوانو له لوري ووژل شوې.
پولیس وايي، دا پېښه په بلخ ولسوالي کې شوې. تراوسه پوري د پېښې انګېزه څرګنده شوې نه ده خو ویل کېږي چې ښايي کورني یا ناموسي مسایل د دې قتلونو سبب وي.
یو شمېر افغان شخصیتونو هلې ځلې پیل کړي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل کړي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن د ولسي جرګې د څو غړیو او انوارالحق احدي له لوري د طالبانو د قطر له دفتر سره د تماسونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي چې د سولې د خبرو بهیر بیا پیل شي.
د هند په پلازمېنه ډیلي کې د لوګي اندازه دومره زیاته شوې چې حکومت دولتي ښوونځي رخصت کړل.
په عین وخت کې خلکو ته ویل شوي چې بازار ته د راوتلو په مهال له ماسکونو څخه کار واخلي ځکه چې هوا ډېره ککړه شوې ده.
د هوا د خرابوالي له کبله په ډیلي کې د رنجي ټرافي په نوم د کرکټ سیالۍ هم لغوه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر(یوناما) پرون (یکشنبه) وویل چې په کندوز کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د لږترلږه ۳۲ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ژوبلېدو د ادعاوو په اړه پلټنه کوي.
ملګروملتو ویلي چې دا ملکیان وروسته له دې ووژل شول چې د کندوز ښار په بوز کندهاري سیمه کې له مځکنیو عملیاتو وروسته هوايي حمله وشوه.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د هرات د کتابونو د نندارتون په سلو کې ۸۰ کتابونه ایراني دي.
په دغه نندارتون کې ۴۰ زره عنوانه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هیلري کلنټن بریالۍ کېږي.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات سبا /سې شنبه/ د دیموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن او د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالد ترامپ ترمنځ کېږي.
د سعودي عربستان (الریاض) ورځپاڼې په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي چې د منځني ختیځ لپاره تر دونالد ترامپ د دیموکرات ګوند نومانده هیلري کلنټن ښه ده ځکه چې هیلري کلنټن د دې سیمې له مسایلو سره بلده ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو په پرونۍ /یکشنبه/ غونډه کې د کندوز په هوايي حمله کې د ملکیانو د وژل کېدو د عاملانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي وویل، باید له تحقیقاتو وروسته د دې حملې عاملان په ښکاره محاکمه شي.
د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې په تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې د سرطان د ناروغۍ په وجه د ښځو د مړینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د دې ټولنې په وینا د سرطان په ناروغۍ به د ښځو د مړینو شمېر له۲۰۳۰ میلادي کال وروسته هر کال ۵ ملیونه او ۵ لکو ته ورسېږي.
نوي څېړنې ښيي چې انرژي لرونکي څښاکونه نارینه وو ته سخت هیپتایت یا د ځیګر ناروغي پیدا کولی شي.
میډیکل ایکسپریس مجلې په وروستۍ ګڼه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، لیکلي چې انرژي لرونکي مشروبات ځیګر ته مضر دي او حتي کېدای شي چې د سیروز او د ځیګر د سرطان سبب شي.
له بده مرغه په افغانستان کې نن سبا د دغو مشروباتو بازار ډېر تود دی او ډېر خلک په غلطه فکر کوي چې د انرژۍ لرونکو مشروباتو موقتي او مصنوعي انرژي ګټوره ده.