د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، دوه افغان زلمکي یې له داعش سره د یوځای کېدو په تور په کابل کې نیولي دي.
د ملي ریاست په ادعا دغو دوو افغان زلمکو غوښتل چې د انتحاري او انفچاري حملو د روزنې لپاره په ننګرهار کې له داعش سره یوځای شي.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د هرات په کرخ ولسوالي کې د داعش تبلیغاتي مسوول ملا عبدالطیف داعش ډلې ته جذب کړي وو.
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن د فاریاب ولایت په اقینه بندر او د ترکمنستان په امام نظر سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان د رېلګادي پټلۍ رسماً پرانسته.
د پاکستان پوځ وايي، نن سهار د مومند ایجنسۍ په مرکز غلنۍ کې په انتحاري حملو کې ۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې یو قومي مشر احمد ایشچي بد وهلی او بیا یې په خپل موټر کې نامعلوم لور ته بېولی دی.
د جنرال دوستم په مشرۍ ملي جنبش وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي دوستم د جوزجان قومي مشر احمد ایشچي نه وهلی او نه یې بندي کړی دی.
د فرانسې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دغه هیواد د منځني ښي اړخ جمهوریپال ګوند کاندید فرانسوا فیون بریالی شو.
هندي رسنۍ وايي دغه هیواد غواړي چې له افغانستان سره د هغو روسي هیلي کوپترو د پُرزو او ترمیم په برخه کې مرسته وکړي چې هندوستان افغانستان ته ورکړي دي.
د هندي رسنیو په وینا ټاکل شوې ده چې د هند صدراعظم نریندر مودي راتلونکې میاشت په امرتسر کې د اسیا زرړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر او دغه راز د روسیې له استازي سره په دې اړه مفصلې خبرې وکړي.