تاند- نن د انتخاباتي کمپاین وروستۍ ورځ ده، د شپې تر ۱۲ بجو کاندیدان کمپاین ته دوام ورکولی شي خو له ۱۲ بجو وروسته د انتخاباتو تر ورځې (شنبې) هیڅ کاندید او رسنۍ اجازه نه لري چې کمپاین وکړي.
په پاتې ۴۸ ساعتونو کې خلکو ته د فکر کولو مجال ورکول کېږي. د پنجشنبې او جمعې په ورځو انتخاباتي کمپاین منع دی او د شنبې په ورځ خلک د رایو صندوقونو ته ځي چې د ولسمشرۍ په پاتې ۸ کاندیدانو کې یو تن د ولسمشر په توګه غوره کړي. دغه راز د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو د سلګونو کاندیدانو په منځ کې خپل استازي انتخاب کړي.
قیوم کرزی، جنرال عبدالرحیم وردک او نادر نعیم د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ تېر شوي دي. اوس د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، زلمی رسول، عبدالرب رسول سیاف، ګل اغا شېرزی، داوود سلطانزوی، قطب الدین هلال، او هدایت امین ارسلا پاتې دي.
پرون د ولسمشرۍ څلورو مخکښو کاندیدانو اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، زلمي رسول او عبدالرب رسول سیاف په کابل، هرات، بامیان او ننګرهار کې د خپلو پلویانو لویو غونډو ته ویناوې وکړې.
شېرزی پکتیا ته لاړ او خپلو پلویانو ته یې وینا وکړه.
انتخاباتي کمپاین د نن ورځې په پای کې په داسي حال کې ختمېږي چې په ګڼو ولایتونو کې لسګونو زرو خلکو د مختلفو کاندیدانو په ملاتړ کې غونډې وکړې او په حقیقت کې یې د اوسني نظام د تداوم او ولسواکۍ ملاتړ وکړ.
په غونډو کې د خلکو ګډون ثابته کړه چې افغانان دیموکراسي غواړي چې انتخابات یې یو اساسي رکن دی.
د کاندیدانو په غونډو کې خلکو له دې سره سره ګډون وکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام مخالفان کاندیدان او د هغو پلویان په مرګ ګواښلي ول.
باور کېږي چې افغانان به هماغه راز چې د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې له ګواښونو ونه بېرېدل د رای ورکولو په بهیر کې هم ډار ته تسلیم نه شي او په پراخه پیمانه به رای بکسونو ته خپلې رایې واچوي.