تاند- هرکال د اپریل څلورمه په نړۍ کې د ماینونو لوی خطر ته په پام لمانځل کېږي څو انسانان دا ګواښ جدي وګڼي، او همداراز دولتونه او وسله والې ډلې د ماینونو له استعمالولو راوګرځوي.
د ملګروملتو له اټکلونو سره سم په تېرو ۳۰ کلونو کې په نړۍ کې تر یو ملیون زیات انسانان په ماینونو وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د ماین د قربانیانو په سلو کې اویا ملکیان او د هغو په منځ کې ۳۲ فیصده ماشومان تشکیلوي.
په نړۍ کې د ماین یو تر ټولو لوی قرباني افغانستان دی. کمې ورځې داسي تېرې شوي چې ماین دې د یوه یا څو افغانانو سر نه وي خوړلی.
لېري نه همدا تېره اوونۍ په د ماین د چاودنو په دوو پېښو کې یوازې په غزني او لوګر کې په دوو جلا پېښو کې د دوو کورنیو ۱۴ غړي، چې اکثره ماشومان او ښځې وې، ووژل شوې.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هغو کسانو، چې ماینونه ږدي، وغوښتل چې د ماینونو له اېښودلو لاس واخلي.
ملګري ملتونه وايي چې د نړۍ په ۶۸ هیوادونو کې ممکن ۱۱۰ ملیونه ماینونه لا هم ښخ وي. په دې منځ کې به څومره د افغانستان په خاوره کې ښخ وي.؟
د ماین پاکي د ادارو د مسوولانو په وینا په افغانستان کې ۵۲۵ ملیون مترمربع ساحه کې لا هم ماینونه ښخ دي.
په تېرو څو لسیزو کې د ماین پاکۍ موسسو په افغانستان کې په لکونو ماینونه له خاورو راایستلي او شنډ کړي خو لا هم نور ماینونه اېښودل کېږي.
په تېر یوه کال کې په ځلونو وسله والو ډلو په افغانستان کې پر ماین پاکانو بریدونه کړي، هغوی یې برمته کړي او وژلي دي