هر کال په همدې ورځ یعني د سپټمبر په یوویشتمه د سولې نړیواله ورځ په نړۍ کې لمانځل کېږي.

د سولې د نړیوالې ورځې په توګه دا ورځ د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ په دې خاطر نومولې چې د سولې ارمانونه؛ هم د ټولو ملتونو او هم د ولسونو په منځ کې پیاوړي کړي.

د ملګروملتو غړیو هیوادونو په ۲۰۱۵ م کال ۱۷ پایدونکي پرمختیايي هدفونه تصویب کړل ځکه چې دوی ته معلومه شوه چې تر څو د ټولو خلکو لپاره په ټولو سیمو کې د ټولنیز پرمختګ او اقتصادي بریاوو لپاره ګامونه نه وي اخیستل شوي او دا یقیني شوي نه وي چې د دوی حقونه به خوندي وي، امکان نه لري چې یوه امن نړۍ رامنځته شي.

په پایدونکو هدفونو کې د بېوزلۍ، لوږې، روغتیا، تعلیم، اقلیمي بدلون، د جنسیت برابري، اوبو، انرژۍ، چاپېریال او ټولنیز عدالت په شمول ګڼې چارې شاملې دي.

د سولې او اقتصاد انستیتیوت په ۲۰۱۸ م کال د نړۍ د سولې فهرست خپور کړ.

په دې لیست کې د ۱۶۳ هیوادونو او سیمو یادونه شوې چې تر ټولو سوله ییز هیواد لومړی او تر ټولو وروستی په ۱۶۳ نمبر کې راغلی دی.

افغانستان په دې فهرست کې ۱۶۲ هیواد بلل شوی.

پاکستان ۱۳۲ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *