د هغه لنډ ژوند ليک
ځوا نيمرګ شهيد عبدا لصمد روحاني د ګرمسير ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې په کال ١٣٦٢ هجري لمريز کې دنيا ته ستر ګي غړ ولې . اصلي ټاټوبی يې نوزاد ولسوالي ده .
د اته کلني پسرلي يې لا نه وو ګل کړی چې کورنۍ يې مارجې ولسوالۍ ته کډه شوه ويل کېږي چې ارواښاد به د ( ١٤) کالو په منګ وو چې لښکر ګاه ته را غی، د څه وخت په تيرو دو سره يې په همدغه ښار کې د لنډ وخت لپاره د جامع په نظامي مدرسه کې ديني زده کړې پيل کړې،وروسته بيا د حُجري له ملګرو نه بيل شو مارجې ته لاړ.
دا وخت دطالبانو واکمني وه ، ارواح ښاد په ما رجه کې د خپل ور ځني ژوند تر څنګ ديني زدکړې هم کولې،خو مرګي دې ته پرې نه ښو د چې خپل سپيڅلی هوډ پوره کړي.
د (٢٥) کلن ځواني مرګ په مېنه د هغه د دو ميرمنو نه دوه زامن عمران او عبدالرحمان او دوې لورګانې،پاته شوې،سپين ږ يری پلار ، بوډۍ مور او پنځه کشران وروڼه يې لا ژوندي دي .
د طالبانو د ريژيم له لړنګيدو سره سم يې په لښکر ګاه کې د ټرانسپورټ په رياست کې د نماينده په توګه دوه کاله دنده تر سره کړه .
صمد د يو بيل استعداد خاوند و هر لوري ته به چې يې مه خه شوه هغه دنده به يې په خورا سپيڅلې عقيده تر سره کوله ، د (١٣٨٣) کال راهسي بيا د مرګ تر ګړۍ يې له خپل مسلک ژورناليزم سره ليونۍ مينه در لوده، دنړيوالو راډيو ګانو تر څنګ يې د سيمييزي سباوون راډيو له لاري په خپل جزاب غږ ډير اوريدونکي درلودل.
دوخت په تېردوسره په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره سيمييز راپورټر وګومارل شو ، تر څنګ يې د پګړي درې مياشتنی مجلي سره د مسؤول مدير په توګه هم دنده در لوده .
ليکوال،شاعر او ژورناليست روحانې چې کله په ( ١٣٨٤ ) هجري لمريز کال دبي بي سي راډيو د پښتو، فارسي او انگريزي څانگو خبر يال شو، نو په هلمند کې يې وار له واره هغه ګونګې سوژې را و سپړلې چې لا د کلونو کنکل پرتي وې ،په هم دې وخت کې يې بېنوا ويب پاڼې ته د طارق نورزي په مستعار نامه هم خبرونه پورته کول،چې همدا سپيڅلی کار يې په سپيڅلي شهادت بدل شو.
ارواح ښاد عبدالصمد روحانې د ۱۳۸۷ کال د غبر ګولي په (١٧) دلښکر ګاه د زړه نه د يوې پلان شوې دسيسي په تر څ کې لا درکه شو .
شپه يې د هغه جابر ظالم تر سيوري لاندې تيره کړې وه چې کيدای شي د همدې مظلوم ولس ډير بېګناه ځوانان يې له تيغ تېر کړي وي.
خو د ډاګترانو په خبره چې ښايې په هما غه شپه وژل شوی وي په کومه چې مازيګر په انډيوالۍ له ښاره د باندې ایستل شوی وو.
خو ميرمن يې ټوله شپه د دروازې لار څارله او نیږدې یو کلن عمران به هم د (ببه ببه) نارې وهلې ماشومه ارواه يې خبره وه چې پلار يې د بیا راتګ نيت نه لري.
سهار هم درک مالوم نه شو،ورځ شپې ته لنډه شوې وه ، زموږ سيک ختلي وو، شونډې وچې وې، د ساعت ستن پر ٤بجې او ٢٧ دقيقو ودرېده چې د وخت کلتور ريس ښاغلي جانګل خان او خبريالانو د روحاني مړی د بولان د دښتې په هسکو ټيټو کې پيدا کړ.
په چنار ونه،لاهوتي ځوانۍ يې د جنتي وينو سور والی لمر تور کړی وو،
د جسد په ليدلو يې ، د زین الله ستانکزي الياس داعي او عزيز احمد شفع خولې وازې پاته شوې چا تیندک وخوړ چا يې په مړي ور منډه کړل.
روحانې په سينه ګولۍ خوړلې وې.
اوږدې ګوتې يې ماتې شوې وې.
پر اږده غاړه يې د چړې ټپ د سر ويښتان جګ درول.
رحاني له ټولو ادمیانو بیل شو خو لايې تر اوسه ملګرو او کورنۍ پرته له هغه يوه زنګ چې ويل يې را شي خپل مړی مو یوسئ، بيا رتر نن پورې د ده د قاتليونو په اړه کره مالومات نه دي تر لاسه شوي.
په پای کې د حسن حقیار دا بيتونه
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې
چې وباسي زړونه هغه خنجر نه يې
چې څښي وينې ته هغه ستمګر نه يې
چې ترې لاس رسي اسمان ته لوړ غر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې
خبر نه يې چې هلمند کې څه تېرېږي
سرې سکروټې پر مارجې باندې ورېږي
دهلمند اسمان لوګيودى پوښلى
د اور تاو نه دسيندو اوبه خوټېږي
چې توپان جوړ کړي ته هغه شرر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې