تاند- نن د فبرورۍ یوویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ملګروملتو له لوري په درسته نړۍ کې لمانځل کېږي.

سږ کال (۲۰۱۴) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د «سیمه ییزې ژبې د نړۍ د اوسېدونکو لپاره» تر شعار لاندې لمانځل کېږي.

په دې ورځ په نړۍ کې خلک هڅول کېږي چې پر خپلو ژبو یا هغو ژبو چې لږ منابع او امکانات لري، کتابونه، شعرونه … ولولي. څو په دې توګه په خلکو کې د خپلې مورنۍ ژبې د اهمیت په باب شعور بېداره شي.

همداراز هغه خلک، چې تر یوې ژبې په زیاتو ږغېږي، هڅول کېږي چې خپله مورنۍ ژبه هېره نه کړي.

د ملګروملتو یونسکو د ۱۹۹۹ میلادي کال د نوومبر په اوولسمه نېټه د فبرورۍ یوویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ اعلان کړه. لومړی پلا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د دوه زرم میلادي کال د فبرروۍ په ۲۱ مه ولمانځل شوه او له هغه راوروسته هر کال دا ورځ لمانځل کېږي.

سره له دې چې په مورنۍ ژبه د زده کړې د ژور اغېز او ګټې په باب له څېړنو وروسته ملګروملتو په کال کې یوه ورځ د مورنۍ ژبې اهمیت ته د خلکو د پام د رااړولو لپاره نومولې خو لا هم ډېر ملتونه او قومنونه شته چې په مورنۍ ژبه له تعلیم څخه بې برخې دي.

په افغانستان کې لا هم ډېر خلک په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو چانس نه لري. په ډېرو سیمو کې د زده کوونکو او د سیمو د خلکو د خوښې خلاف په نورو ژبو تدریس کېږي.

نن به یو شمېر مدني ټولنې دا ورځ په افغانستان کې ولمانځي.

د افغانستان د کلتوري ټولنو ګډې جرګې، مصور بنسټ او د افغانستان کلتوري او مدني بنسټونو په جلا – جلا اعلامیو کې د دې ورځې د لمانځلو پر اهمیت تاکید کړی دی.

مصور بسنټ په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي:« ه افغانستان کې لا هم د ژبو پر وړاندې بې غوري، تربګني او ناانډولي موجوده ده. له همدې امله لا هم د پلازمېنې په ګډون په ګڼو لویو ښارونو او ولایتونو کې ګڼ ماشومان په خپلو مورنیو ژبو له زده کړې څخه بې برخې دي. د هېواد د اساسي قانون پرخلاف لا هم په ښوونځیو، ادارو، خپرونو او رسنیو کې هر څه په یوه خاص ژبه دي، د پښتو ژبې په ګډون ګڼې نورې افغاني ژبې  او د هغو ویونکي د دغو ناانډولیوله امله له خپل حق نه بې برخې دي.»

د افغانستان کلتوري او مدني بنسټونو په خپله اعلامیه کې بیا ویلي:« موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورني ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هیواد کې دوه ژبې نصاب د تدریس کار پیل کړي چې افغان اولادونه د دې وړ کړي، تر څو با کیفیته زده کړه وکړي او د هیواد په هرګوټ کې د کار کول قابلیت ولري. البته د دریمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي.»

دې بنسټ همداراز له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي چې د هیواد په ټولو پوهنتونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټنیګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي.

One thought on “نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځل کېږي”
  1. ګرانو دوستانو هیله ده چی لاندی لینک خلاص کړی او خپله رایه ورکړی ټر څو پښتو ژبه د ګو ګل د ترجمی په څنګه کی ورداخیله شی. تر اوسه پوری ۱۵۰۰ رایی کمی دی او هیله ده چی دا اعلان ټولو دوستانو ته ورسوی
    مننه
    http://www.change.org/petitions/google-translate-org-we-over-80-million-pashtuns-want-pashto-in-google-translate

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *