تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲ مه: نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ ده.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د سیاسي استازولۍ له درلودو سربېره، په ۶۸ دفترونو کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، بشر حقونو او پراختیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افغان حکومت په رسمي غوښتنه خپل فعالیت پیل کړ، خو له دې وړاندې یې نورو ادارو په ډېرو نورو برخو لکه د بشر حقونو، روغتیا، معارف، کډوالۍ او نورو ټولنیزو څانګو کې کار پیل کړی.
په افغانستان کې د یوناما ماموریت وایي، دوی په ټول افغانستان کې حضور لري او خپلو دې فعالیتونو ته د ۶۸ دفترونو په همکارۍ، د ۱۲۱۱ کارکوونکو په مټ چې ۸۳۳ یې افغانان او ۳۱۰ یې بهرني دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د دوی د فعالیت اصلي هدف د افغان کډوالو بېرته راستنېدنه او تر خوا یې په کور دننه بېځایه شویو ته د خدمتونو وړاندې کول دي.
د دغې ادارې مسوولان وایي، له ۲۰۰۲ میلادي راهیسې نږدې ۶ میلیون افغان کډوال خپل وطن ته راستانه شوي دي چې مالي ملاتړ یې دوی کړی او تر خوا یې ډېر شمېرو ته مېشت ځایونه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري لهخوا برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا UNICEF هم له اویا کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي او اصلي هدف یې د افغان ماشومانو د حقوقو تضمین او ساتنه ده.
دا اداره هم توانېدلې چې ۳،۷ میلیون ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې، دوه اعشاریه ۶ میلیونه خوارځواکه ماشومان تر پوښښ لاندې ونیسي او تر خوا یې په ډېرو نورو برخو کې د افغان ماشومانو لاسنیوی کړی دی.
که څه هم ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې قحطي او خوراکي توکو ته کملاس رسی د اندېښنې وړ بللی، خو له نږدې پنځوس کلونو راهیسې یې د WFP یا د خوړو نړیوال سازمان تر نوم لاندې یوه اداره د افغانانو لپاره هم فعالیت کوي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې له ۷۴ کلونو راهیسې فعالیت لري او افغانستان یو له هغو هېوادونو و چې د دې سازمان له تشکیل وروسته یې ډېر ژر غړیتوب واخیست.