تاند- نن د اکتوبر ۱۵مه د نابینایانو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې اټکل کېږي چې د نابینایانو شمېر به د ۴ لکه او ۵ لکه ترمنځ وي او هر کال د هغوی پر شمېر ۲۰ زره زیاتېږي.

افغان نابینایان د نورو هیوادونو تر نابینایانو له زیاتو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.

لوی اکثریت یې له ځانګړو ښوونځيو او د حکومت له لازم ملاتړه بې برخې دی.

بېوزلي، بې روزګاري او په ټولنه کې د خلکو د ټیټې سویې له کبله ناسم چلند د نابینایانو کړاونه نور هم زیات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *