England cricket team captain Eoin Morgan (C) takes a tea after a press conference in Mumbai on March 9, 2016. England plays their first match in the tournament against the West Indies on March 16 in Mumbai. / AFP / PUNIT PARANJPE (Photo credit should read PUNIT PARANJPE/AFP/Getty Images)

تاند – د کرکټ د شل اوروه نړیوال جام لوبو په ترڅ کې به نن دوې لوبې وشي، لومړۍ یوه د پاکستان او بنګله دیش تر منځ ده چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي. بله لوبه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې د انګلستان او ویسټ اینډیز تر منځ ده.

پاکستان به هڅه کوي چې د اسیایي لوبو په ترڅ کې له بنګله دیش څخه خپله ماتې جبیره کړي او بنګله دیش ته شکست ورکړي. بنګله دیش بیا په ورته وخت کې په وروستیو کې ډير ښه لوبیدلی دی نو تمه به لري چې پاکستان مات کړي. د بنګله دیش لپاره د مخکي تګ لپاره په خپل ګروپ کې پاکستان نسبتا اسانه هدف هم دی، ځکه چې په همدې ګروپ کې استرالیا، نیوزیلنډ او هند هم شته.

د انګلستان لپاره هم سبانۍ لوبه مهمه ده ځکه چې انګریز روزونکي په دې باور دي چې د دوی لوبغاړي ډیر تکړه دي خو اکثر یې ځوانان دي نو هغسې اعتماد پر ځان نه لري لکه استرالیایي لوبغاړي چې یې لري. په دې حساب که چیرته انګلستان په ننۍ لوبه کې ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړي لوبغاړي به یې ډاډه شي په تیره بیا که په نسبتا ستر توپیر انګلستان دا مسابقه وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *